ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت مرستياله : د افغانستان قضيه دې له سياسي لارې حل شي

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت مرستياله : د افغانستان قضيه دې له سياسي لارې حل شي

author avatar
20 Sep 2019 - 15:13
د امريکا د بهرنيو چارو وزارت مرستياله : د افغانستان قضيه دې له سياسي لارې حل شي
author avatar
20 Sep 2019 - 15:13

کابل(پژواک،۲۹ وږى ۹۸): د امريکا د بهرنيو چارو وزارت مرستيالې د هغه هېواد د ولسي جرګې د بهرنيو اړيکو د کمېټې په ناسته کې چې زلمى خليلزاد هم وربلل شوى و او يادې غونډې ته يې معلومات ورکړل، له سياسي لارې د افغانستان د قضيې د حل غوښتنه وکړه.

د امريکا ولسمشر ډونالډ ترمپ شاوخوا دوولس ورځې مخکې د کابل ښار د مکروريان په سيمه کې له ځانمرګي بريد وروسته چې د يوه امريکايي سرتېري په ګډون ١٢کسان په کې ووژل شول ، له طالبانو سره د سولې خبرې لغوه اعلان او ويې ويل چې دده په باور دغه بهير نور په بشپړه توګه له منځه تللى دى.

د رويټرز د ګزارش په اساس، پرون د امريکا د ولسي جرګې د بهرنيو اړيکو د کمېټې غونډه چې د افغانستان د سولې لپاره د امريکاځانګړى استازى زلمى خليلزاد هم وربلل شو و، يوه برخې يې د تړلو دروازو تر شاه ترسره شوه ، خو بله برخه يې علني وه چې د امريکا د بهرنيو چارو وزارت مرستيالې الیس ویلز هم په کې ګډون کړى و.

 د سرچينې په خبره ،ويلز ددې کمېټې غړو ته ويلي چې تېرې ١٢مياشتې د افغانستان د ستونزې سياسي حل  لارې ته د پام وړ لاسرسى پيدا شوى، خو هغې دا ونه ويل چې له طالبانو سره به خبرې له سره پيليږي که نه ؟

ويلز د افغانستان د موضوع په سياسي حل لارې ټينګار  وکړ او ويې ويل چې په دې لار کې له يوه کال راهيسې د پام وړ پرمختګ شوى دى.

هغې زياته کړې : ((د خبرو له لارې داسې حل چې زياترو افغانانو ته د منلو وي د تلې پاتې سولې لپاره غوره لاره ده.))

ايلز وويل: (( نه شي ويلى چې په څه مسايلو خبرې شوې، په دې اړه مشخصا څه نه شي ويلي، خو هرڅه په شرايطو پورې تړلي دي.))

د امريکا د بهرنيو اړيکو د کمېټې رييس الیوت اینګل  ويلي چې د افغانستان حکومت او طالبان دې د حسن نيت په خاطر چې سولې ته لار هواره کړي، په يوه پروسه کې شامل شي.

 هغه زياته کړې: (( ډېر سوالونه بې ځوابه پاتې دي، د ټرمپ له خوا د سولې خبرو د لغوه کېدو وروسته نه پوهيږي چې پر  کوم لوري د حرکت په حال کې دي.))

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.