ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د نوماندانو په اړه پر بې سنده او فېسبوکي تورونو باور مه کوئ

د نوماندانو په اړه پر بې سنده او فېسبوکي تورونو باور مه کوئ

author avatar
20 Sep 2019 - 14:14
د نوماندانو په اړه پر بې سنده او فېسبوکي تورونو باور مه کوئ
author avatar
20 Sep 2019 - 14:14

 کابل (پژواک، ٢۹ وږى ٩٨): د چارو شنونکي د ولسمشرۍ ټاکنو پر نوماندانو د بې سنده تورونوچې په دې وروستیو کې په ځانګړې توګه په فېسبوک کې ډېر شوي، ګنګوسې بولي چې باید باور پرې ونه شي.

دغه ډول تورونه او نوماندانو ته سپکاوی د ټاکنو قانون خلاف دي، په ځانګړې توګه په فېسبوک کې دومره ډېر شوي چې ځینو کسانو دغه شبکه «بې پوښتنې ښار» او «جاهل خونه» بللې ده.

د ځینو شنونکو په اند، دغه ډول تورونه، تور پورې کوونکو ته هېڅ ګټه نه رسوي او خپله د دوی شخصیت ته زیان رسوي، خو د ځینو نورو په باور، دغه ډول تورونه پر ټولنه منفي اغېز کوي، د خلکو فکرونه خرابوي چې باید مسوول ارګانونه یې تعقیب کړي.

ټاکل شوې ده راتلونکې ولسمشرۍ ټاکنې د روان کال د تلې په شپږمه ترسره شي. اوس د ولسمشرۍ ټاکنو د ۱۶ نوماندانو ترمنځ ټاکنیزې سیالۍ روانې دي؛ ځکه یو نوماندان د بل په ګته تېر شوی او محمد حنیف اتمر یې خپلې ټاکنیزې سیالۍ درولې دي.

د نوماندانو تورونه:

 یو شمېر نوماندان او پلویان یې د ټاکنیزو سیالیو پر مهال خلکو او رسنیو ته له اسنادو ورکولو پرته پر خپلو سیالانو تورونه لګوي. دغه تورونه ښايي رښتیا یا بې بنسټه  وي، خو ثبوت یې اسنادو ته اړتیا لري او اړوند مراجع باید په دې اړه تصمیم ونیسي.

د ولسمشرۍ ټاکنو یوه نوماند رحمت الله نبیل د حکومت اجرائیه رییس ډاکتر عبدالله ته په یوه لیک کې ولسمشر غني او اجرائیه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله  تورن کړي دي.

نبیل لیکلي: "لکه څرنګه مې چې د ځینو پخوانیو حکومتي چارواکو چې د ملي يووالي حکومت پر متحدینو او چارواکو بدل شوي وو، د ستر اداري فساد د لسګونو مواردو په اړه (د فساد ۱۷۰۰ سترې دوسیې) او د افغانستان د کورنیو او بهرنیو دښمنانو له خوا د هېواد شمال ته د جګړې د لېږد په اړه په تفصیلي ډول تاسو ته وویل، بلخوا د حکومت له پیسو او ادرسه د کندوز ولایت د سقوط لپاره د دښمن د اوږدمهال پلان او د دغه ولایت د سقوط د څرنګوالي په اړه د راپور خپرول او د ملي امنیت شورا د دفتر ناورین رامنځته کوونکې سناریوګانو او او د ټولنیزو دريځونو رامنځته کېدو، قومي، ژبنیو، فکري او نسلي تعصباتو ته د لمن وهلو لپاره د داخلي او بهرنیو دښمنانو د پروګرامونو په اړه مو زما راپور نه وي هېر شوی. ښه مې په یاد دي چې څو ځلې مې په ډاګه کړه چې "تاسو ځان د مجاهدینو او ټولو خلکو وارثین ګڼئ، باید پوه وئ او په دې اړه دریځ ونیسئ." خو له موقف او ان کمې پاملرنې مو درېِ. تاسو او شریکانو مو د خپلې ابرو د ساتنې لپاره د افغانستان ابرو وپلورله.

 

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.