ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

غني: تحمیلي جنګ د ډیورنډ دواړو غاړو ته خلک متضرر کړي

غني: تحمیلي جنګ د ډیورنډ دواړو غاړو ته خلک متضرر کړي

author avatar
20 Sep 2019 - 14:26
غني: تحمیلي جنګ د ډیورنډ دواړو غاړو ته خلک متضرر کړي
author avatar
20 Sep 2019 - 14:26

کابل (پژواک، ۲۹ وږی ۹۸): افغان ولسمشر له خیبر پښتونخوا، کوټې او بهرنیو هېوادونو،افغان امن نړیوال کنفرانس ته راغلو کسانو سره په کتنه کی ویلي چې جګړې د ډیورنډ دواړو خواوو ته خلک زیانمن کړي او باید مخه یې ونیول شي. 

د ولسمشرۍ ماڼۍ د خبرپاڼې له مخې، ولسمشر محمد اشرف غني پرون ماښام له خیبر پښتونخوا، کوټې او بهرنیو هېوادونو څخه افغان امن نړیوال کنفرانس ته راغلو پوهانو او سیاستوالو سره کابل کې وکتل.

سرچینه لیکی چې په پیل کې عطاالله خان حیران او له خیبر پښتونخوا څخه راغلي د نیشنل عوامي ګوند مشر اسفندیار ولي خان ولسمشر غني ته د امن نړیوال دوه ورځني کنفرانس او د یاد کنفرانس په بېلابېلو کمېټو کې د جنګ د لاملونو، د هغه د له منځه وړلو او د سولې د تامین په اړه د شویو بحثونو په اړه معلومات ورکړل.

د خبرپاڼې له مخې، اسفندیار ولي خان په ټينګار سره ویلي چې د سولې مذاکرات باید د افغان دولت په مالکیت ترسره شي. ده د سولې په برخه کې د محمد اشرف غني د هلو ځلو قدرداني کړې ده.

ولسمشر غني په دغه کتنه کې ویلي:"جنګ حدود نه لري، ځکه چې تحمیلي جنګ د ډیورنډ دواړو غاړو ته ولسونه متضرر او د ښځو او ماشومانو په ګډون مشران قرباني شوي او لا هم هره ورځ قرباني کېږو."

هغه زیاته کړه چې روان جنګ د ثبات، هوساینې او انکشاف اصلي مانع دی، نو د ‌‌‌‌‌‌ډيورنډ کرښې دواړو غاړو ته پراته خلک باید د باعزته او تلپاتې سولې لپاره دغه جنګ او بحران ته د پای ټکی کېږدي.

غني ویلي چې اسلام اباد ته په وروستي سفر کې یې پاکستاني مقاماتو ته ویلي که پاکستان غواړي چې له فقر، د انرژۍ له کمبود او نورو ناخوالو څخه ځان وژغوري، نو باید افغانستان ته د دوستۍ صادقانه لاس ورکړي او په دې برخه کې خپلې ژمنې په عمل بدلې کړي.

ولسمشر دا هم ویلي چې د ډیورنډ کرښې هغه غاړه د پښتنو لیکوالو، پوهانو او څېړونکو اثار به په افغانستان کې چاپ او خلکو ته د ګټه اخیستنې لپاره په واک کې ورکړل شي.

هغه زیاته کړې" زموږ د ورورۍ غېږ تل پرانیستې او د اوسنیو ستونزو د حل لپاره باید موږ او تاسو په ګډه لاس په کار شو، ځکه سوله زموږ ټولو مهمه غوښتنه او لومړیتوب دی."

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.