کابل(پژواک،۲۹ وږى ۹۸):د حکومت اجراييه رييس ډاکټر عبد الله د امنيتي ځواکونو د عملياتو پرمهال د د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې په اړه نيوکه وکړه او ويې ويل چې د مخنيوي لپاره يې بايد اقدام وشي.
هغه چې د جمعيت اسلامي د ګوند او د سولې شورا د مخکني رييس برهان الدين رباني د وژل کېدو د اتم تلين په مناسبت نن په کابل کې په جوړه شوې غونډه کې خبرې کولې وويل چې د امنيتي ځواکونو د عملياتو پرمهال د ملکي وګړو مرګ ژوبله زياته شوې او مسوولين يې بايد مخه ونيسي.
ده زياته کړه چې د عملياتو پرمهال ملکي وګړو ته قصدي نه بلکې سهوا مرګ ژوبله اوړي، چې ادامه يې د خلکو د اندېښنې وړ شوې او د دولت او خلکو ترمنځ واټن ډېروي.
هغه له امنيتي مسوولينو وغوښتل چې د ملکي مرګ ژوبلې د مخنيوي لپاره جدي تدابير ونيسي .
د ننګرهار د ولايتي شورا د غړو د معلوماتو په اساس، تېره ورځ ددې ولايت په خوږياڼو ولسوالۍ کې د هوايي بريد له امله ٣٠ ملکي وګړي وژل شوي او ٤٠ نور ټپيان دي.
دغه راز تېره ورځ د زابل په مرکز کلات کې د موټربم بريد په ترڅ کې ٢٠ کسان وژل شوي او له ٦٠ ډېر ټپيان شوي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن