ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“د سولې په بیاځلي خبرو کې دې افغان حکومت هم ور ګډ کړل شي”

“د سولې په بیاځلي خبرو کې دې افغان حکومت هم ور ګډ کړل شي”

author avatar
21 Sep 2019 - 16:04
“د سولې په بیاځلي خبرو کې دې افغان حکومت هم ور ګډ کړل شي”
author avatar
21 Sep 2019 - 16:04

مزارشريف (پژواک، ۳۰ وږی ۹۸): په بلخ کې مدني فعالان او د ښځو حقونو د دفاع ټولنو غړې وايي چې د افغانستان د سولې خبرې دې بېرته پيل شي.

دوی چې د سپټمبر د ۲۱مې يا د سولې نړيوالې ورځې په مناسبت د وږي په ۳۰مه نېټه په مزارشريف کې راټول شوي وو، غوښتنه کوله چې د سولې په بیا ځلې خبرو کې دې افغان حکومت هم ورګډ کړل شي.

په مزارشريف کې د افغان ښځو شبکې مسووله معصومه رحيمي وايي چې د هېواد روانه جګړه له سياسي تفاهم پرته پای ته نه شي رسېدای.

هغه زياتوي چې د امريکا او طالبانو ترمنځ د سولې ځنډول شوي مذاکرات بايد له يو لړ تغييراتو سره بېرته پيل شي.

د رحيمي په خبره، په يادو مذاکراتو کې بايد د افغانستان په تېرو اتلس کلنو لاسته راوړنو، په ځانګړي ډول د ښځو پر حقونو معامله ونه شي.

نوموړې زياتوي چې د جګړې ښکېل اړخونه بايد يوه داسې حل لاره را وباسي چې هم ورسره جنګ پای ته ورسېږي او هم د خلکو فردي ازادي تر پښو لاندې نه شي.

مېرمن رحيمي وويل: ((څلور لسيزې مو جګړه تجربه کړه، له وژلو او بدبختيو مو بل څه ونه ليدل، اوس له سياستوالو، حکومت او مخالفينو غواړو چې راځئ سوله هم تجربه کړو.))

د مزارشريف يوه ديني عالم مولوي حبيب الله حنفي پژواک ته وويل چې د مسلمانانو ترمنځ جګړه د اسلام له نظره مردوده ده او الهي حکم دا دی  چې له مخالف لوري سره کېني او يوې موافقې ته ورسېږي.

د هغه په وينا، په جګړه ييز حالت کې نه يواځې دا چې ټولنه پرمختګ نه کوي، بلکې ترڅنګ يې په ټولنه کې اسلامي اوامر هم په سم ډول نه شي عملي کېدای.

دغه ديني عالم زياتوي چې د سولې په نه شتون کې افغانان مجبور دي څو بهرنيو هېوادونو ته احتياج پاتې شي.

نوموړي په خپلو خبرو کې وويل چې د امنيتي وضعيت خرابوالي له امله دوی حتی له ښاره بهر نه شي وتلای.

د هغه په خبره، بهرني ځواکونه په افغانستان کې د جګړې د دوام طرفدار دي، نو افغانان بايد په خپل منځ کې کېني او يوې پايلې ته سره ورسېږي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.