ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کرکت بورډ ادارې او د زونونو اړوند مسوولينو ترمنـځ ناندرۍ راپورته شوې دي

د کرکت بورډ ادارې او د زونونو اړوند مسوولينو ترمنـځ ناندرۍ راپورته شوې دي

author avatar
21 Sep 2019 - 17:18
د کرکت بورډ ادارې او د زونونو اړوند مسوولينو ترمنـځ ناندرۍ راپورته شوې دي
author avatar
21 Sep 2019 - 17:18

کابل (پژواک، ٣٠ وږى ٩٨): د کرکټ بورډ د درېيو زونونو مسوولين دغه اداره پر  سياسي  کېدو تورنوي، خو د افغانستان کرکټ بورډ وايي چې دغه مسوولين يې د بې کفايتۍ له امله له دندو ګوښه کړي دي.

په شمال کې د امو زون مشر ډاکتر نورعلم فريد، په سوېل کې د بست زون مسوول مسعود رحماني او د مرکزي بند امير زون مشر مير مبارز نن د وږي په ٣٠مه په کابل کې د کرکټ بورډ ادارې پر ضد خبري کنفرانس ورکړ.

ډاکټر فريد وويل، کرکټ د تباهۍ پر لوري روان دى، د هېواد د کرکټ حال به د زمبابوې په څېر شي، کرکټ سياسي شوى دى.

هغه زياته کړه، د کرکټ بورډ عمومي رييس په هېواد کې نه وي، هغه اکثره په لندن کې وي؛ ځکه چې کور يې همالته دى.

دغه راز نوموړى د ځانګړي کانديد لپاره کمپاين کوي او د کابل په وزير اکبر خان کې يې دفتر نيولى دى.

د نوموړي په وينا، د کرکټ بورډ عمومي مشر فرهان يوسفزى د خپل نشتوالي په صورت کې خپل يو سلاکار ته اجرايوي صلاحيتونه ورکړي، خو هغه پر کرکټ نه پوهېږي.

ده زياته کړه: ((د کرکټ نوي مشر له موږ څخه پلانونه غوښتي وو، موږ په هماغه وخت خپل پلانونه ورسره شريک کړل، موږ پرزنټېشن هم ورکاوه، هغه وويل چې زه وخت نه لرم.))

د مرکزي بند امير زون مشر مير مبارز وويل، دوى په کرکټ بورډ کي اصلاحات غواړي، د کرکټ اوسنۍ اداره د زونونو په پياوړي کولو کې ناکامه شوې ده.

هغه هم ادعا وکړه چې د کرکټ اداره د سياست ښکار او کرکټ بورډ د کمپاين دفتر ګرځېدلى دى؛ اداره مطلق په زوال کې ده.

نوموړي زياته کړه، د کرکټ ادارې مشرۍ کې غير مسلکي کسان راغلي، کورنى کرکټ فلج شوى او د افغان غوره ليګ لغوه کول ستر خيانت دى.

د سوېل د بست زون مشر رحماني وويل، شپږيزه پخوا په ډېر لوړ معيار ترسره کېده، خو دا ځل په ټيټ معيار يې پلان کړى دى.

د هغه په وينا، د کرکټ اوسنۍ اداره د سمون او پرمختګ لپاره هېڅ برنامه نه لري.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.