کابل (پژواک، ٣٠ وږى ٩٨): ولسمشر اشرف غني وايي، که طالبان سوله غواړي، موږ د يوې شېبې لپاره هم د جګړې دوام نه غواړو، خو څوک چې اوربند او سوله نه مني، د روانو قتلونو ګناه د هغو پر غاړه ده.
ولسمشرف غني دغه څرګندونې د سولې نړيوالې ورځ په مناسبت په خپل پيغام کې کړې دي.
هغه زياته کړې، نن په داسې حال کې د سولې نړیواله ورځ نمانځل کېږي چې د افغانستان د ثبات، امنیت او ترقۍ د مخالفینو له بدمرغو نيتونو سره سره هېواد تر بل هر وخت سولې ته ډېر نږدې شوی دی.
ولسمشر غني د سولې نړیوالې ورځې په مناسبت ټولو نړیوالو، په تېره بیا د افغانستان مظلوم ملت ته چې تر بل هر چا ډېر د سولې مستحق دی، مبارکي ويلې ده.
نوموړي ويلي چې د ملي يووالي حکومت په تېرو پنځو کلونو کې د دوامدارې، عادلانه او باعزته سولې لپاره ډېرې هڅې کړې دي، په دې برخه کې يې د ګاونډيو هېوادونو، سيمې او په نړيواله کچه اجماع هم رامنځټه کړې ده.
د اشرف غني په وينا، د همدې هڅو په پايله کې د افغانستان د سولې موضوع له حاشيې متن ته راغلې او د سولې رامنځته کېدل له يوه خوب څخه حقيقت ته نږدې شوي دي.
ولسمشر ويلي چې د روان لمريز کال په غويي مياشت کې د سولې لپاره لويه مشورتي جرګه جوړه شوه او د جرګې د پرېکړو په پايله کې د سولې هڅو ته د چټکوالي ورکولو په موخه د سولې وزارت رامنځته شو.
د ولسمشر په پيغام کې راغلي چې د افغانستان اسلامي جمهوریت بيا بيا د اوربند غوښتنه کړې ده؛ واقعي سولې ته د رسېدو لپاره په کار ده چې اوربند وشي او د وينو تويېدل بند شي.
هغه زياته کړې، جګړه د حل لاره نه ده، سوله الهي امر دی، د اسلامي نړۍ د فتوا ټولو معتبرو مرکزونو او ټولو منل شوو دیني مراجعو په افغانستان کې جګړه حرامه بللې ده.
اشرف غني ويلي: ((که طالبان سوله غواړي، موږ د يوې شېبې لپاره هم د جګړې دوام نه غواړو او دلته يو ځل بيا په صراحت سره وايم چې د ټولو قتلونو او وينې تويېدنې ګناه د هغه چا پر غاړه ده چې سوله او اوربند نه مني.))
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن