ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ننګرهار کې تولیدېدونکو شېرینیو د پاکستانۍ هغو ځای نیول دی

ننګرهار کې تولیدېدونکو شېرینیو د پاکستانۍ هغو ځای نیول دی

author avatar
21 Sep 2019 - 15:13
ننګرهار کې تولیدېدونکو شېرینیو د پاکستانۍ هغو ځای نیول دی
author avatar
21 Sep 2019 - 15:13

جلال اباد (پژواک، ٣٠ وږی ۹۸): په ننګرهار کې د شېرينۍ جوړولو ډېری فابريکو پر دغه ولايت سربېره په نورو ختيځو ولايتونو کې هم د پاکستانۍ شېريني ځای نیولی دی.

د معلوماتو له مخې، دغه فابريکې هره ورځ تر پنځه سوه بورۍ پورې خوږه توليدوي چې د ننګرهار، کونړ، لغمان او نورستان بازارونه يې نيولي دي.

فابريکه لرونکي وايي، که د کارخانو لپاره مناسب ځای ورکړل شي او د برېښنا ستونزه يې حل شي نو نورو ولايتونو ته هم دغه توليدات رسولی شي.

دغه راز د دغو فابريکو فعاليت سلګونو کسانو ته کاري زمينه هم برابره کړې او مسوولين وايي، که توليدات زياتېږي نو کاري زمينې هم ورسره زياتېدلی شي.

په افغاني ټولنه کې د چای څښل او ورسره خوږه خوړل یو دود دی او زياتره کورنۍ د کمزوري اقتصاد له امله همدغه شېرينۍ استعمالوي.

په ننګرهار کې د شېريني جوړونکو فابريکو د ټولنې مشر غلام قريشي پژواک اژانس ته وويل چې په دغه ولايت کې د شېریني جوړولو تر شل ډېرې فابریکې موجودې دي.

هغه وايي، هره فابريکه په ورځ کې تر پنځه ويشتو بورۍ شېريني توليدوي چې د ټولو ورځنی توليد تر پنځه سوه بوريو رسېږي او ټولو ختيځو ولايتونو ته بسنه کوي.

قريشي چې له شاوخوا څلورو کلونو يې دغه چاره پيل کړې وايي، کال په کال يې کارونه ښه کېږي.

دی وايي، هره فابريکه کې لږ تر لږه تر لسو کاريګر کار کوي چې ټولو فابريکو کې له دوو سوو ډېرو کسانو ته کار پيدا شوی دی.

نوموړی زیاتوي، د دې فابریکو په فعالېدو یو لور له ګاونډیو هېوادونو د راوړونکو مېوو مخه نیول شوې او بل لور هغه ځوانان چې بې کاره وو، له بې روزګارۍ ژغورل شوي دي .

دی وايي، خام مواد له ګاونډي هېواد پاکستان څخه راوړي؛ خو که په هېواد کې د خامو موادو د جوړېدو فابريکې ورغول شي نو کارونه به يې لا منظم او ګټه به ټوله خپل هيواد ته ورسېږي.

د نوموړي په وينا، په لرو پرتو سيمو کې د برېښنا د نشتوالي له امله يادې فابريکې زياتره د جلال اباد ښار په داخل کې جوړې شوې دي او که ورته د برېښنا او ځای ستونزه حل شي؛ نو ورسره د دوی توليدات زياتېږي او ورسره به خلکو ته کاري زمينې هم زياتې شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.