ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په فاریاب کې په څو جلا پېښو کې پنځه کسان وژل شوي

په فاریاب کې په څو جلا پېښو کې پنځه کسان وژل شوي

author avatar
21 Sep 2019 - 16:07
په فاریاب کې په څو جلا پېښو کې پنځه کسان وژل شوي
author avatar
21 Sep 2019 - 16:07

 

میمنه (پژواک، ۳۰ وږی ۹۸): د فاریاب سیمه ییزې سرچینې وایي چې په دغه ولایت کې په دوو جلا پېښو کې د دوو کوژدن شوو ځوانانو په ګډون پنځه کسان وژل شوي دي.

لومړی پېښه د دوو کوژدن شوو ځوانانو د ټيلېفوني اړیکې په پایله کې رامنځته شوې چې د دواړو پر ځانوژنه پای ته رسېدلې ده.

د دغه ولایت د قیصار ولسوال رحمت الله قیصار پژواک خبري اژانس ته وویل، دا پېښه هغه وخت رامنځته شوه چې د پروانې په نوم یوې ۱۷ کلنې نجلۍ د قیصار ولسوالۍ له ثور سیمې د ټيلېفون له لارې له خپل کوژدن سره ترکیې ته خبرې کولې.

هغه وایي چې د پروانې کوژدن له ترکیې د ټوکې په ډول د یوې ښځې او ماشوم انځور ښکاره کړی چې ګواکې په ترکیه کې ښځه او اولادونه لري.

د هغه په وینا، پروانې د خپل کوژدن له خوا یاد عکس او خبرې ونه شوې زغملای او د پلار په کلاشينکوف یې خپل ځان وواژه.

نوموړي وویل، د پروانې ځان وژنه د دې لامل شوه چې د نسیم په نامه کوژدن یې هم په ترکیه کې ځان وژنه وکړي.

له سیمې د سید ناصر فایز په نوم یو کس وایي، نسیم هغه وخت خپل ځان وواژه چې خپلې خواښې یې د پروانې له مرګه خبر کړ.

د یوه بل خبر له مخې، د دغه ولایت په خانچار باغ ولسوالۍ کې یوه ځوانه ښځه  په مرموز ډول وژل شوې ده.

د خانچار باغ ولسوالې درتاج خالقي پژواک ته وویل، فېروزه پرون د دې ولسوالۍ د عرب شاه بالا په سیمه کې وژل شوې ده.

مېرمن دورتاج وویل، د فېروزې خاوند نیول شوی او په لومړنیو پلټنو کې يې ویلي چې مېرمن یې د درملو په خوړلو ژوند له لاسه ورکړی.

هغې وویل چې د دې ښځې مړی باید د پلټنو لپاره عدلي طب ته وړل شوی وای چې دغه کار ونه شو او خاورو ته وسپارل شوه.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.