ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

چارواکي: طالبانو په لوګر کې ۶۲ ښوونځي تړلی دي

چارواکي: طالبانو په لوګر کې ۶۲ ښوونځي تړلی دي

author avatar
21 Sep 2019 - 18:45
چارواکي: طالبانو په لوګر کې ۶۲ ښوونځي تړلی دي
author avatar
21 Sep 2019 - 18:45

پل علم (پژواک، ٣٠ وږى ۹۸): د لوګر د پوهنې رياست وايي چې وسله والو طالبانو په محمداغې ولسوالۍ کې ټول ښوونځي تړلي دي.

د دغه رياست وياند شاپور عرب د وږي په ٣٠مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې وسله والو طالبانو نن سهار د محمداغۍ ولسوالۍ ټول ۶۲ ښوونځي تړلي او ګواښ يې کړی، که ښوونکي او يا هم زده کونکي ښونځيو ته ولاړ شي، نو وبه وژل شي.

د هغه په وينا، دغه راز وسله والو طالبانو د ښوونځيو د سوځولو ګواښ هم کړى دى. 

عرب وايي، طالبانو د ولسوالۍ د پوهنې د امر په ګډون ټولو مديرانو، ښوونکو او امرينو ته د ټيلېفون په وسيله ګواښ کړى چې ښوونځي وتړي.

ده زياته کړه، طالبانو لا دمخه د يو شمېر ښوونځيو ښوونکي وهلي ډبولي هم دي.

د محمداغې ولسوالۍ د پوهنې امر روح الله امين پژواک ته وويل، وسله والو طالبانو ورته امر کړی چی د محمداغۍ ولسوالۍ ټول ښوونځي دې وتړل شي.

هغه زياته کړه، نن سهار په شپږو بجو يې ورته زنګ وهلى و او ورته يې ويل چې ښوونځي به نه پرانېزي او څوک په ټاکنو کې برخه اخيستى نه شي.

د لوګر يوې دولتي ولايتي سرچينې پژواک اژانس ته د يادې موضوع د تاييد ترڅنګ وويل، دوى هڅه کوي چې د قومي مشرانو او علماوو په منځګړيتوب دا ښوونځي بېرته خلاص کړي.

د يادونې ده چې د محمداغې په ښوونځيو کې دا مهال ٣٥ زره زده کوونکي زده کړې کوي.

خو د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې دا کار دوى نه، بلکې د سيمې خلکو د اعتراض په ډول کړى، چې هلته يې پوستې جوړې کړې دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.