ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

تېره شپه په کابل کې د سلام مخابراتي شرکت د خدمتونو یوه دفتر مخې ته چاودنه شوې

تېره شپه په کابل کې د سلام مخابراتي شرکت د خدمتونو یوه دفتر مخې ته چاودنه شوې

author avatar
21 Sep 2019 - 12:42
تېره شپه په کابل کې د سلام مخابراتي شرکت د خدمتونو یوه دفتر مخې ته چاودنه شوې
author avatar
21 Sep 2019 - 12:42

کابل (پژواک، ٣٠ وږى ٩٨): د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وايي چې تېره شپه  په کابل ښار کې د سلام  مخابراتي شرکت د خدمتونو د يوه دفتر مخې ته چاودنه شوې وه.

د مخابراتو وزير محمد فهيم هاشمي د وږي په ٣٠مه په خپله ټويټرپاڼه کې ليکلي چې دا چاودنه د کابل ښار د يوولسمې حوزې په مربوطاتو کې وشوه، خو چا ته په کې زيان نه دى اوښتى.

هاشمي د وسله والو مخالفينو دغه کړنه غندلې او زياته کړې یې ده چې سلام مخابراتي شرکت يواځې عامو خلکو ته مخابراتي خدمات وړاندې کړي.

بلخوا د کورنيو چارو وزارت وياند نصرت رحيمي وايي چې دا چاودنه د شپې ١١ بجې او ٥٥ دقيقې د ١١مې حوزې اړوند د خيرخانې د لومړۍ حصې پارک ترڅنګ شوې ده.

نوموړي زياته کړې چې د دې چاودنې هدف ملکي وګړو ته زيان اړول و، خو له نېکه مرغه چا ته زيان نه دى اوښتى.

رحيمي وویل چې له لومړۍ چاودنې وروسته کله چې پوليس سيمې ته رسېدلي، هلته بله چاودنه هم شوې، چې له امله يې يو پوليس ټپي شوى دى.

ده منلې چې هلته د سلام شرکت يو دفتر هم و.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد ويلي چې تېره شپه د کابل ښار په يوولسمه حوزه کې يې پر رينجر چاودنه کړې او څلورو پوليسو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.

د يادونې ده چې وسله والو طالبانو پر سلام مخابراتي شرکت د بريدونو ګواښ کړى و.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.