ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“حزبي او ګوندي مسایلو د شیخ زاید پوهنتون تدریسي بهیر زیانمن کړی”

“حزبي او ګوندي مسایلو د شیخ زاید پوهنتون تدریسي بهیر زیانمن کړی”

author avatar
21 Sep 2019 - 17:21
“حزبي او ګوندي مسایلو د شیخ زاید پوهنتون تدریسي بهیر زیانمن کړی”
author avatar
21 Sep 2019 - 17:21

خوست ښار (پژواک، ۳۰ وږی ۹۸): د خوست شيخ زايد پوهنتون لسګونه استادان وايي چې د حزبي او ګوندي مسايلو د پاللو له امله د پوهنتون تدريسي او علمي چارې ټکنۍ شوې دي.

دغو استادانو چې شمېر يې ۷۰ کسانو ته رسېده، د وږي په ٣٠مه خبري غونډه کې وويل چې له  تقرر څخه نيولې د پوهنتون ټولې چارې د حزب، ژبې او سمت له مخې کېږي.

دوی زياتوي، پر دې اکاډمیک مرکز علمي مافيا حاکمه ده چې پوهنتون يې د بهترۍ پرځای د بدترۍ پر لور روان کړی دى.

د شیخ زاید پوهنتون دوه تنه استادانو اسدالله تڼي او استاد حبیب د پوهنتون په مشرتابه او څو نورو مسوولینو تور پورې کړ چې ګني دلته ګوندي، قومي او سمتي اړیکې پالي او د ضوابطو ځای روابطو نیولی دی.

دوی وايي، هغه څوک چې د پوهنتون له مسوولینو سره یادې شوې اړیکې ولري، کولی شي په اسانۍ مقرر شي، علمي ترفیعات واخلي او سکالرشیپونه ورته ورسیږي، خو هغه څوک چې له دوی سره اړیکه ونه لري، له یادو امتیازاتو بې برخې پاتې کېږي.

دوی زياتوي: ((پوهنتون کې سياسي، ګوندي، سمتي، ژبني او مذهبي تعصبات اوج ته رسېدلي دي، يعني هغه استادان چې يوه مشخص ګوند او حزب پورې تړاو ونه لري، نه ترفيع کولی شي او نه سکالرشيپونه ورکول کېږي. پوهنتون کې شخصي او سليقوي پالنې د دې باعث شوې دي چې پوهنتون کې يې مختلف مشکلات پيدا کړي، د هغو کسانو د ګومارنې مخه نيول کېږي چې د ادارې په خوښه نه وي.))

د پوهنتون يو بل استاد ډاکټر ګل نواز وايي، په شیخ زاید پوهنتون کې علمي مافیا حاکمه ده.

د نوموړي په خبره، په اداره کې داسې بدلون راوستل غواړي چې پوهنتون د بدترۍ پرځای د پرمختګ پر لور بوځي.

هغه وايي: ((دلته يوه علمي مافيا حاکمه ده چې د پای ټکی يې بايد کېښودل شي. وزارت، ولايت او خپلې ادارې ته انتظار کوو. اداره کې بدلون غواړو، داسې بدلون نه چې اداره مو د پرمختګ پر ځای خرابه کړي.))

ورته مهال د خوست والي محمد حليم فدايي هم وايي چې په لومړي ځل یې په شيخ زايد پوهنتون کې له يادو ستونزو خبر ترلاسه کړ You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.