د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

"د سولې په بیاځلي خبرو کې دې افغان حکومت هم ور ګډ کړل شي"

"د سولې په بیاځلي خبرو کې دې افغان حکومت هم ور ګډ کړل شي"

Sep 21, 2019 - 16:04

مزارشريف (پژواک، ۳۰ وږی ۹۸): په بلخ کې مدني فعالان او د ښځو حقونو د دفاع ټولنو غړې وايي چې د افغانستان د سولې خبرې دې بېرته پيل شي.

دوی چې د سپټمبر د ۲۱مې يا د سولې نړيوالې ورځې په مناسبت د وږي په ۳۰مه نېټه په مزارشريف کې راټول شوي وو، غوښتنه کوله چې د سولې په بیا ځلې خبرو کې دې افغان حکومت هم ورګډ کړل شي.

په مزارشريف کې د افغان ښځو شبکې مسووله معصومه رحيمي وايي چې د هېواد روانه جګړه له سياسي تفاهم پرته پای ته نه شي رسېدای.

هغه زياتوي چې د امريکا او طالبانو ترمنځ د سولې ځنډول شوي مذاکرات بايد له يو لړ تغييراتو سره بېرته پيل شي.

د رحيمي په خبره، په يادو مذاکراتو کې بايد د افغانستان په تېرو اتلس کلنو لاسته راوړنو، په ځانګړي ډول د ښځو پر حقونو معامله ونه شي.

نوموړې زياتوي چې د جګړې ښکېل اړخونه بايد يوه داسې حل لاره را وباسي چې هم ورسره جنګ پای ته ورسېږي او هم د خلکو فردي ازادي تر پښو لاندې نه شي.

مېرمن رحيمي وويل: ((څلور لسيزې مو جګړه تجربه کړه، له وژلو او بدبختيو مو بل څه ونه ليدل، اوس له سياستوالو، حکومت او مخالفينو غواړو چې راځئ سوله هم تجربه کړو.))

د مزارشريف يوه ديني عالم مولوي حبيب الله حنفي پژواک ته وويل چې د مسلمانانو ترمنځ جګړه د اسلام له نظره مردوده ده او الهي حکم دا دی  چې له مخالف لوري سره کېني او يوې موافقې ته ورسېږي.

د هغه په وينا، په جګړه ييز حالت کې نه يواځې دا چې ټولنه پرمختګ نه کوي، بلکې ترڅنګ يې په ټولنه کې اسلامي اوامر هم په سم ډول نه شي عملي کېدای.

دغه ديني عالم زياتوي چې د سولې په نه شتون کې افغانان مجبور دي څو بهرنيو هېوادونو ته احتياج پاتې شي.

نوموړي په خپلو خبرو کې وويل چې د امنيتي وضعيت خرابوالي له امله دوی حتی له ښاره بهر نه شي وتلای.

د هغه په خبره، بهرني ځواکونه په افغانستان کې د جګړې د دوام طرفدار دي، نو افغانان بايد په خپل منځ کې کېني او يوې پايلې ته سره ورسېږي.

دغه ديني عالم وويل: ((امريکايانو ۹ مياشتې د سولې خبرې وکړې، خلک ورته ډېر خوشبين وو خو يو ځلي يې هر څه ختم کړل، ښکاره خبره ده چې بهرنيان په افغانستان کې سوله نه غواړي.))

نوموړی زياتوي چې په ښارونو، د ملکي وګړو په کورونو او سپېڅلو ځايونو کې ځانمرګي بريدونه او هوايي حملې د دين خلاف اعمال دي.

په ورته مهال مدني فعاله کرستينا عزيزي وايي چې په افغانستان کې په رښتينې معنا هغه مهال سوله ټينګېدای شي چې په ټولنه کې سوله ييز ذهنيت عام شي.

د هغې په خبره، سوله يوه اوږده پروسه ده چې ښايي کلونه کلونه دوام وکړي خو په وينا يې، په لنډ مهاله توګه بايد د جنګ د پای ته رسېدو لپاره جدي ګامونه پورته شي.

مېرمن عزيزي په خپلو خبرو کې د حکومت مخالفين پر څو ډولونو ووېشل.

د هغې په وينا، ځيني مخالفين هغه دي چې په ټولنه کې د روانو بې عداليتو او ظلمونو له امله يې د دولت پر ضد وسله پورته کړې او بله ډله مخالفين بيا هغه دي چې د جګړې مفکوره يې اخيستې او روان جنګ ورته مقدس ښکاري.

نوموړې وايي چې د سولې د خبرو پر مهال بايد دې ټولو مواردو ته پام وشي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement