ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ولسمشرۍ ټاکنو د امنیت په تړاو فوق العاده امنیتي غونډه جوړه شوه

د ولسمشرۍ ټاکنو د امنیت په تړاو فوق العاده امنیتي غونډه جوړه شوه

author avatar
21 Sep 2019 - 16:00
د ولسمشرۍ ټاکنو د امنیت په تړاو فوق العاده امنیتي غونډه جوړه شوه
author avatar
21 Sep 2019 - 16:00

کابل (پژواک، ٣٠ وږى ٩٨): د کورنیو چارو په وزارت کې د ولسمشرۍ ټاکنو د امنیت د ټینګښت په تړاو فوق العاده امنیتي غونډه جوړه شوه.

د کورنيو چارو وزارت وياند نصرت رحيمي د وږي په ٣٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل، په دې غونډه کې د کورنیو چارو او ملي دفاع وزارتونو سرپرست وزیرانو او معینانو، د ملي امنیت ریاست ولایتي مرستیال، په افغانستان کې د ناټو غوڅ ملاتړ ماموریت عمومي قوماندان، د ملي امنیت شورا مرستیال، د ولسمشرۍ ماڼۍ استازو، د سیمه ییزو ارګانونو معین، د ټاکنو خپلواک کمېسیون رییس او کمېشنرانو ګډون درلود.

سرچينې زياته کړې، د غونډې په سر کې د کورنیو چارو سرپرست وزیر محمد مسعود اندرابي، د ملي دفاع سرپرست وزیر اسدالله خالد او په  افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ماموریت عمومي قوماندان جنرال سکاټ مېلر د ولسمشرۍ ټاکنو د امنیت په تړاو خبرې وکړې او د امنیتي او دفاعي ځواکونو پر لا زیاتې همکارۍ او همغږۍ یې ټینګار وکړ.

ورپسې د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتي مرستيال مل پاسوال خوشحال سعادت د ۱۳۹۸ ولسمشرۍ ټاکنو د امنیت په تړاو عمومي راپور وړاندې کړ او د هېواد په ګوټ ګوټ کې یې د امنیت ساتنې ډاډ ورکړ.

رحيمي وايي، دغه راز د ولایتونو امنیه قوماندانانو هم د راتلونکو ټاکنو د امنیت ساتنې په تړاو خپل امنیتي راپورونه وړاندې کړل او د امنیتي ځواکونو له پوره تیاریو یې خبر ورکړ.

د هغه په وينا، په دې فوق العاده امنیتي غونډه کې ټولو امنیتي او دفاعي ځواکونو ته په ټاکنو کې د نه مداخلې او لاسوهنې امر  وشو او د ټاکنو په ورځ د لومړۍ درجه امنیتي احضاراتو هدایت ورکړل شو.

ټاکل شوې ده چې د ولسمشرۍ ټاکنې راتلونکې اوونۍ د تلې په ٦مه ترسره شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.