د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د کرکت بورډ ادارې او د زونونو اړوند مسوولينو ترمنـځ ناندرۍ راپورته شوې دي

د کرکت بورډ ادارې او د زونونو اړوند مسوولينو ترمنـځ ناندرۍ راپورته شوې دي

Sep 21, 2019 - 17:18

کابل (پژواک، ٣٠ وږى ٩٨): د کرکټ بورډ د درېيو زونونو مسوولين دغه اداره پر  سياسي  کېدو تورنوي، خو د افغانستان کرکټ بورډ وايي چې دغه مسوولين يې د بې کفايتۍ له امله له دندو ګوښه کړي دي.

په شمال کې د امو زون مشر ډاکتر نورعلم فريد، په سوېل کې د بست زون مسوول مسعود رحماني او د مرکزي بند امير زون مشر مير مبارز نن د وږي په ٣٠مه په کابل کې د کرکټ بورډ ادارې پر ضد خبري کنفرانس ورکړ.

ډاکټر فريد وويل، کرکټ د تباهۍ پر لوري روان دى، د هېواد د کرکټ حال به د زمبابوې په څېر شي، کرکټ سياسي شوى دى.

هغه زياته کړه، د کرکټ بورډ عمومي رييس په هېواد کې نه وي، هغه اکثره په لندن کې وي؛ ځکه چې کور يې همالته دى.

دغه راز نوموړى د ځانګړي کانديد لپاره کمپاين کوي او د کابل په وزير اکبر خان کې يې دفتر نيولى دى.

د نوموړي په وينا، د کرکټ بورډ عمومي مشر فرهان يوسفزى د خپل نشتوالي په صورت کې خپل يو سلاکار ته اجرايوي صلاحيتونه ورکړي، خو هغه پر کرکټ نه پوهېږي.

ده زياته کړه: ((د کرکټ نوي مشر له موږ څخه پلانونه غوښتي وو، موږ په هماغه وخت خپل پلانونه ورسره شريک کړل، موږ پرزنټېشن هم ورکاوه، هغه وويل چې زه وخت نه لرم.))

د مرکزي بند امير زون مشر مير مبارز وويل، دوى په کرکټ بورډ کي اصلاحات غواړي، د کرکټ اوسنۍ اداره د زونونو په پياوړي کولو کې ناکامه شوې ده.

هغه هم ادعا وکړه چې د کرکټ اداره د سياست ښکار او کرکټ بورډ د کمپاين دفتر ګرځېدلى دى؛ اداره مطلق په زوال کې ده.

نوموړي زياته کړه، د کرکټ ادارې مشرۍ کې غير مسلکي کسان راغلي، کورنى کرکټ فلج شوى او د افغان غوره ليګ لغوه کول ستر خيانت دى.

د سوېل د بست زون مشر رحماني وويل، شپږيزه پخوا په ډېر لوړ معيار ترسره کېده، خو دا ځل په ټيټ معيار يې پلان کړى دى.

د هغه په وينا، د کرکټ اوسنۍ اداره د سمون او پرمختګ لپاره هېڅ برنامه نه لري.

رحماني وويل، د کرکټ عمومي مشر دوه تابعيته دى او ډېرى مهال له هېواده بهر وي.

بلخوا د افغانستان کرکټ بورډ له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دوى د بند امیر، بست او امو زونونو مسوولینو چې هر يوه يې له شاوخوا پنځو تر لسو کلونو او تر دې زیاتې مودې دندې ترسره کړې، د پام وړ لاسته راوړنې نه درلودې.

سرچينې زياته کړې، دغه راز دوى له خپلو دندو د ناوړه ګټې اخیستو، اداري اصولو نه مراعات او د دوى په چارو کې د نه روڼتیا له امله له دندو ګوښه کړل شوي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، د افغانستان کرکټ بورډ مشرتابه څو اوونۍ وړاندې د ټولو زونونو له مسوولینو سره هر اړخیزه ناسته ترسره وکړه چې په ترڅ کې يې د دوی کاري برنامو او کړنو ارزونه وشوه او هر يوه ته دنده وسپارل شوه، څو خپل بشپړ او هر اړخیز راپورونه د افغانستان له کرکټ بورډ سره شریک کړي.

خو کرکټ بورډ وايي، له بدغه مرغه دوی تر اوسه له ادارې سره خپل پلانونه، د کرکټ په ډګر کې د ځوانو استعدادونو موندلو لارې چارې، د کرکټ پرمختګ او بنسټیزو برخو رغونې په ډګرونو کې پلانونه نه دي شریک کړي.

په خبرپاڼه کې راغلي، باید وویل شي چې په ټوله کې د یادو زونونو مسوولینو هر یوه میر عظیم الله مبارز، مسعود رحماني او نور عالم فرید په خپلو دندو کې د کلونو په تېرېدو اغېزمن نه دي ثابت شوي او د دوی په شتون کې یی د زونونو پورې اړوندو ولایتونو ته کړنې په هېڅ حسابیږي.

کرکټ بورډ ادعا کړې چې د بند امیر زون مسوول مير عظیم الله مبارز تر ډېره په زون او زون پورې اړوندو ولایتونو لوبډلو کې خپلوي پاللې او حق یې حقدار ته نه دی سپارلی چی يوه ښه بېلګه يې په روانو لېسټ اې سیالیو کې د اړوند لوبډلې نه ځلېدل دي.

کرکټ بورډ ويلي، د بست زون له مسوول مسعود رحماني څخه څو ځلې مرکزي ادارې غوښتنه وکړه چی د زون راټول شوي عواید دې له کرکټ بورډ سره شریک کړي چی نوموړي تر اوسه په دې هکله کوم ګام نه دی پورته کړی.

د امو زون د مسوول نورعالم فريد په اړه کرکټ بورډ ويلي چې د کرکټ له ادارې سره یې شاوخوا ۱۸ کاله کار کړی، په خپلو ټولو اړوندو چارو کې پاتې راغلی او څو ځلې په زون پورې اړوندو ولایتونو سره پر دوه ګوني چلند تورن شوی او دا شکایت کرکټ بورډ مرکزي ادارې ته هم رسېدلى دى.

په خبرپاڼه کې راغلي، د افغانستان کرکټ بورډ اداره په ټولو چارو کې روڼتیا ته لومړیتوب ورکوي او هیچا ته اجازه نه ورکوي چې له کرکټ لوبې ناوړه ګټه واخلي، ځانونه په فساد کې ښکېل کړي او دغه ملي لوبه د سیاستونو ښکار کړي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement