د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

ننګرهار کې تولیدېدونکو شېرینیو د پاکستانۍ هغو ځای نیول دی

ننګرهار کې تولیدېدونکو شېرینیو د پاکستانۍ هغو ځای نیول دی

Sep 21, 2019 - 15:13

جلال اباد (پژواک، ٣٠ وږی ۹۸): په ننګرهار کې د شېرينۍ جوړولو ډېری فابريکو پر دغه ولايت سربېره په نورو ختيځو ولايتونو کې هم د پاکستانۍ شېريني ځای نیولی دی.

د معلوماتو له مخې، دغه فابريکې هره ورځ تر پنځه سوه بورۍ پورې خوږه توليدوي چې د ننګرهار، کونړ، لغمان او نورستان بازارونه يې نيولي دي.

فابريکه لرونکي وايي، که د کارخانو لپاره مناسب ځای ورکړل شي او د برېښنا ستونزه يې حل شي نو نورو ولايتونو ته هم دغه توليدات رسولی شي.

دغه راز د دغو فابريکو فعاليت سلګونو کسانو ته کاري زمينه هم برابره کړې او مسوولين وايي، که توليدات زياتېږي نو کاري زمينې هم ورسره زياتېدلی شي.

په افغاني ټولنه کې د چای څښل او ورسره خوږه خوړل یو دود دی او زياتره کورنۍ د کمزوري اقتصاد له امله همدغه شېرينۍ استعمالوي.

په ننګرهار کې د شېريني جوړونکو فابريکو د ټولنې مشر غلام قريشي پژواک اژانس ته وويل چې په دغه ولايت کې د شېریني جوړولو تر شل ډېرې فابریکې موجودې دي.

هغه وايي، هره فابريکه په ورځ کې تر پنځه ويشتو بورۍ شېريني توليدوي چې د ټولو ورځنی توليد تر پنځه سوه بوريو رسېږي او ټولو ختيځو ولايتونو ته بسنه کوي.

قريشي چې له شاوخوا څلورو کلونو يې دغه چاره پيل کړې وايي، کال په کال يې کارونه ښه کېږي.

دی وايي، هره فابريکه کې لږ تر لږه تر لسو کاريګر کار کوي چې ټولو فابريکو کې له دوو سوو ډېرو کسانو ته کار پيدا شوی دی.

نوموړی زیاتوي، د دې فابریکو په فعالېدو یو لور له ګاونډیو هېوادونو د راوړونکو مېوو مخه نیول شوې او بل لور هغه ځوانان چې بې کاره وو، له بې روزګارۍ ژغورل شوي دي .

دی وايي، خام مواد له ګاونډي هېواد پاکستان څخه راوړي؛ خو که په هېواد کې د خامو موادو د جوړېدو فابريکې ورغول شي نو کارونه به يې لا منظم او ګټه به ټوله خپل هيواد ته ورسېږي.

د نوموړي په وينا، په لرو پرتو سيمو کې د برېښنا د نشتوالي له امله يادې فابريکې زياتره د جلال اباد ښار په داخل کې جوړې شوې دي او که ورته د برېښنا او ځای ستونزه حل شي؛ نو ورسره د دوی توليدات زياتېږي او ورسره به خلکو ته کاري زمينې هم زياتې شي.

قاري فرهاد پخوا په جلال اباد ښار کې کراچيواني کوله خو اوس د شېرينۍ جوړولو په يوه فابريکه کې کاريګر دی.

دی وايي، امکانات يې ډېر نه دي خو له کراچيوانۍ ځکه ورته دا چاره ښه ده چې هره ورځ ورته د ورځ مزدورۍ پيسې په لاس ورځي.

د همدې فابريکې يو بل کاريګر نبي الله پر پانګه اچوونکو غږ کوي چې دلته د فابريکو په رغولو د ځوانانو بې روزګارۍ مخه ونيسي او له حکومته غواړي چې سوداګرو ته د پانګه اچوونې زمينه برابره کړي.

اجمل د جلال اباد ښار په وچ ډنډ غاړه کې د سړک پر سر د شېرينۍ پلورونکی دی.

دی وايي، اوس په ننګرهار کې ټوله وطني شېريني خرڅېږي. هغه زياتوي، هر څوک چې شېريني اخلي؛ نو خامخا ټينګار کوي چې وطنۍ شېريني ورکړي.

دی وايي، پخوا به شېريني له پاکستان راتله چې هم به يې قيمت لوړ و او هم به يې خوند او کيفيت ښه نه و، خو د وطنۍ شېريني هم قيمت مناسب دی، هم يې کيفيت او خوند ښه دي.

د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼی ډاډ ورکوي چې په دغه ولايت کې د فابريکو د برېښنا د ستونزې حل لپاره د لمريزې برېښنا په يوه ستره پروژه کار روان دی چې په نږدې راتلونکي کې به يې چارې بشپړې شي.

دی وايي، د شيخ مصري او حصارشاهي صنعتي ښارګوټي فابريکو ته ځانګړي شوي او هر څوک کولی شي هلته فابريکې ورغوي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement