ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

يو نظامي څارنوال او اته ملکي وګړي په جلا پېښو کې ټپيان شوي

يو نظامي څارنوال او اته ملکي وګړي په جلا پېښو کې ټپيان شوي

author avatar
21 Sep 2019 - 16:48
يو نظامي څارنوال او اته ملکي وګړي په جلا پېښو کې ټپيان شوي
author avatar
21 Sep 2019 - 16:48

کابل (پژواک، ٣٠ وږى ٩٨): په کابل، ننګرهار او خوست ولايتونو کې د دوو جلا پېښو پر مهال يو نظامي  څارنوال او څلور ماشومان ټپيان شوي دي.

نامعلومو وسله والو تېره شپه په کابل کې د توپان عمري په نوم پر يوه نظامي بريد کړى او ټپي کړى یې دى.

عمري په پکتيا کې د پکتيا غږ راډيو موسـس هم دى.

د پکتيا غږ راډيو د خپرونو مسوول ذبيح الله ايوبي پژواک اژانس ته وويل چې عمري د شپې شاوخوا يوولس بجې له يو واده خپل کور ته پر لاره و چې د کابل ښار د اتمې حوزې اړوند د کارته نو په سيمه کې پرې بريد شوى دى.

د هغه په وينا، نوموړي د پښې په برخه کې یوه مرمۍ خوړلې او اوسمهال په ايمرجنسي روغتون کې تر درملنې لاندې دى.

د کابل امنيتي مسوولينو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

د يوه بل خبر له مخې، په خوست ولايت کې څلور ماشومان د اين چاودنې له امله ټپیان شوي دي.

دغه پېښه نن له غرمې وروسته ماسپښین ۲ بجې د خوست د باک ولسوالۍ اړوند د سلیمان خېلو په کلي کې رامنځته شوې ده.

د خوست د امنيې قوماندانۍ وياند عادل حيدر پژواک ته وويل، پېښه هغه مهال رامنځته شوه، کله چې ياد ماشومان چې عمرونه يې د اوو او څلورو کلونو ترمنځ دي، پر لوبو بوخت وو.

نوموړي زياته کړه، ټپيان شوي ماشومان د درملنې لپاره روغتون ته لېږدول شوي او روغتيايي حالت يې د ډاډ وړ ښودل شوی دى.

بلخوا د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼى وايي، د جلال اباد ښار اړوند د پنځمې ناحیې په مربوطاتو کې پر يو بايسکل اېښودل شوو چاودېدونکو توکو چاودنه کړې چې له امله يې يو نظامي او درې ملکي وګړي ټپيان شوي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.