د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

په فاریاب کې په څو جلا پېښو کې پنځه کسان وژل شوي

په فاریاب کې په څو جلا پېښو کې پنځه کسان وژل شوي

Sep 21, 2019 - 16:07

 

میمنه (پژواک، ۳۰ وږی ۹۸): د فاریاب سیمه ییزې سرچینې وایي چې په دغه ولایت کې په دوو جلا پېښو کې د دوو کوژدن شوو ځوانانو په ګډون پنځه کسان وژل شوي دي.

لومړی پېښه د دوو کوژدن شوو ځوانانو د ټيلېفوني اړیکې په پایله کې رامنځته شوې چې د دواړو پر ځانوژنه پای ته رسېدلې ده.

د دغه ولایت د قیصار ولسوال رحمت الله قیصار پژواک خبري اژانس ته وویل، دا پېښه هغه وخت رامنځته شوه چې د پروانې په نوم یوې ۱۷ کلنې نجلۍ د قیصار ولسوالۍ له ثور سیمې د ټيلېفون له لارې له خپل کوژدن سره ترکیې ته خبرې کولې.

هغه وایي چې د پروانې کوژدن له ترکیې د ټوکې په ډول د یوې ښځې او ماشوم انځور ښکاره کړی چې ګواکې په ترکیه کې ښځه او اولادونه لري.

د هغه په وینا، پروانې د خپل کوژدن له خوا یاد عکس او خبرې ونه شوې زغملای او د پلار په کلاشينکوف یې خپل ځان وواژه.

نوموړي وویل، د پروانې ځان وژنه د دې لامل شوه چې د نسیم په نامه کوژدن یې هم په ترکیه کې ځان وژنه وکړي.

له سیمې د سید ناصر فایز په نوم یو کس وایي، نسیم هغه وخت خپل ځان وواژه چې خپلې خواښې یې د پروانې له مرګه خبر کړ.

د یوه بل خبر له مخې، د دغه ولایت په خانچار باغ ولسوالۍ کې یوه ځوانه ښځه  په مرموز ډول وژل شوې ده.

د خانچار باغ ولسوالې درتاج خالقي پژواک ته وویل، فېروزه پرون د دې ولسوالۍ د عرب شاه بالا په سیمه کې وژل شوې ده.

مېرمن دورتاج وویل، د فېروزې خاوند نیول شوی او په لومړنیو پلټنو کې يې ویلي چې مېرمن یې د درملو په خوړلو ژوند له لاسه ورکړی.

هغې وویل چې د دې ښځې مړی باید د پلټنو لپاره عدلي طب ته وړل شوی وای چې دغه کار ونه شو او خاورو ته وسپارل شوه.

د خانچار باغ ولسواله وایي چې فېروزې څو میاشتې وړاندې له خپل خاند نه شکایت کړی و، خو د جنایي منسوبینو او سپینږیرو له خوا موضوع حل او ښځه بېرته د خپل خاوند کورته واستول شوه.

د سیمې یو اوسېدونکی عبدالرسول وایي، فېروزې پنځه زامن لرل او تل به ورسره تاوتریخوالی کېده.

په همدې حال کې د دغه ولایت په پشتون کوټ ولسوالۍ کې هم یو کس وژل شوی دی.

د فاریاب د پولیسو د مطبوعاتو مسوول عبدالکریم یورش وایي، د حیات الله په نوم یو ۶۰کلن کس چې د دې ولسوالۍ د خواجه موسی سیمي اصلي اوسېدونکی و، پرون شپه د میمنې ښار د څلورمې ناحیې په مربوطاتو کې په خواجه پایتخت کلي کې د ناپېژاندو کسانو له خوا د تبر په وسیله وژل شوی دی.

یورش وویل چې حیات الله د خواجه پایتخت په کلي کې د نوي کور جوړولو لپاره په کار بوخت و او هلته به ویده کېده هم چې د تبر په وسیله وژل شوی دی.

د هغه په خبره، د دغه کس د وژلو په تور تر اوسه څوک نه دي نیول شوي خو امکان لري چې د هغو کسانو له خوا وژل شوی وي چې د ده په کور کې یې کار کاوه، په دې اړه پلټنې روانې دي.

د یوه بل خبر له مخې، د ملي امنیت یو سرتېری د دولت اباد په ولسوالۍ کې د طالبانو له خوا پر ډزو وژل شوی دی.

د دولت اباد ولسوال عبدالرازق کاکړ وایي، د پوپل په نوم د ملي امنیت سرتېری څو میاشتې وړاندې په جګړه کې ټپي شوی و او د درملنې لپاره د مزار ښار ته تللی و، خو تېره ورځ له مزار ښاره د راتلو پر مهال د دولت اباد په اندخوی سیمه کې د طالبانو له خوا وژل شوی دی.

 

نښه: 

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement