ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کندهار کې چاودنې اتو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې ده

کندهار کې چاودنې اتو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې ده

author avatar
21 Sep 2019 - 09:40
کندهار کې چاودنې اتو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې ده
author avatar
21 Sep 2019 - 09:40

کندهار ښار (پژواک، ٣٠ وږى ٩٨): په کندهار ولايت کې د ماين د يوې چاودنې له امله دوه ملکي وګړي وژل شوي او شپږ نور  ټپیان دي.

د کندهار ولايت يوې امنيتي سرچينې د وږي په ٣٠مه پژواک  خبري اژانس ته وويل چې چاودنه پرون مازديګر د سپين بولدک ولسوالۍ د لګګ مانده په سيمه کې د ملکي وګړو پر يو مني بوس موټر وشوه.

سرچينې زياته کړې چې په دې چې چاودنه کې دوه ملکي وګړي وژل شوي او شپږ نور ټپيان دي.

بلخوا د کورنيو چارو وزارت ويلي چې دغه ماين د وسله والو طالبانو له خوا ځاى پر ځاى شوی وى و چې له امله يې دوه کسان وژل شوي او پنځه نور ټپيان دي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.