کابل (پژواک، ٣٠ وږى ٩٨): د کرکټ بورډ د درېيو زونونو مسوولين دغه اداره پر سياسي کېدو تورنوي، خو د افغانستان کرکټ بورډ وايي چې دغه مسوولين يې د بې کفايتۍ له امله له دندو ګوښه کړي دي.
په شمال کې د امو زون مشر ډاکتر نورعلم فريد، په سوېل کې د بست زون مسوول مسعود رحماني او د مرکزي بند امير زون مشر مير مبارز نن د وږي په ٣٠مه په کابل کې د کرکټ بورډ ادارې پر ضد خبري کنفرانس ورکړ.
ډاکټر فريد وويل، کرکټ د تباهۍ پر لوري روان دى، د هېواد د کرکټ حال به د زمبابوې په څېر شي، کرکټ سياسي شوى دى.
هغه زياته کړه، د کرکټ بورډ عمومي رييس په هېواد کې نه وي، هغه اکثره په لندن کې وي؛ ځکه چې کور يې همالته دى.
دغه راز نوموړى د ځانګړي کانديد لپاره کمپاين کوي او د کابل په وزير اکبر خان کې يې دفتر نيولى دى.
د نوموړي په وينا، د کرکټ بورډ عمومي مشر فرهان يوسفزى د خپل نشتوالي په صورت کې خپل يو سلاکار ته اجرايوي صلاحيتونه ورکړي، خو هغه پر کرکټ نه پوهېږي.
ده زياته کړه: ((د کرکټ نوي مشر له موږ څخه پلانونه غوښتي وو، موږ په هماغه وخت خپل پلانونه ورسره شريک کړل، موږ پرزنټېشن هم ورکاوه، هغه وويل چې زه وخت نه لرم.))
د مرکزي بند امير زون مشر مير مبارز وويل، دوى په کرکټ بورډ کي اصلاحات غواړي، د کرکټ اوسنۍ اداره د زونونو په پياوړي کولو کې ناکامه شوې ده.
هغه هم ادعا وکړه چې د کرکټ اداره د سياست ښکار او کرکټ بورډ د کمپاين دفتر ګرځېدلى دى؛ اداره مطلق په زوال کې ده.
نوموړي زياته کړه، د کرکټ ادارې مشرۍ کې غير مسلکي کسان راغلي، کورنى کرکټ فلج شوى او د افغان غوره ليګ لغوه کول ستر خيانت دى.
د سوېل د بست زون مشر رحماني وويل، شپږيزه پخوا په ډېر لوړ معيار ترسره کېده، خو دا ځل په ټيټ معيار يې پلان کړى دى.
د هغه په وينا، د کرکټ اوسنۍ اداره د سمون او پرمختګ لپاره هېڅ برنامه نه لري.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن