چاريکار (پژواک، ٣٠ وږى ٩٨): د پروان مسوولين وايي، د دې ولايت په مرکز چاريکارو کې د هاوان مرمۍ سرګلولې د چاودنې له امله يوه مېرمن وژلې شوې او ١٠ تنه نور ټپيان دي.
د دې ولايت د امنيه قوماندانۍ د امنيت آمر سمونوال عبدالواسع ګلبهاري، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه پېښه د چاريکارو د څلورمې حوزې اړوند په زيارت شاه مست قلندر سيمه کې نن مازيګر پنځه نيمې بجې شوې ده.
ده زياته کړه، د يوې کورنۍ ماشومانو د هاوان يوه سرګلوله د لوبو کولو لپاره کور ته راوړې چې ورباندې چاودلې او په پايله کې يې د همدې کور يوه مېرمن وژل شوې او اته ماشومان ټپيان شوي دي.
خو د پروان ملکي روغتون رئيس عبدالقاسم سنګين، پژواک ته وويل چې له دې پېښې دوى ته د يوې مېرمنې جسد او ٩ ماشومان او يوه مېرمن په ټپي حالت کې ور وړل شوي دي.
د هغه په وينا، د ټپي شويو ماشومانو عمرونه له څلورو تر لسو کلونو پورې دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن