ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د غزني جغتو ولسوالۍ بېرته دولتي ځواکونو نیولې ده

د غزني جغتو ولسوالۍ بېرته دولتي ځواکونو نیولې ده

author avatar
22 Sep 2019 - 15:46
د غزني جغتو ولسوالۍ بېرته دولتي ځواکونو نیولې ده
author avatar
22 Sep 2019 - 15:46

غزني ښار (پژواک، ٣١ وږى ٩٨): حکومتي مسوولين وايي چې امنيتي ځواکونو له دوو کلونو وروسته يو ځل بيا د غزني جغتو ولسوالۍ له وسله والو طالبانو نيولې ده خو طالبان بيا دغه څرګندونې ردوي.

د ملي دفاع وزارت د وږي په ٣١مه د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي چې امنيتي ځواکونو وړمه ورځ د غزني په جغتو ولسوالۍ کې د مُبين په نامه عمليات پيل کړي دي.

سرچينه وايي چې امنيتي ځواکونو د دغو عملياتو په ترڅ کې جغتو ولسوالۍ بېرته له وسله والو طالبانو څخه نيولې ده.

دغه راز د غزني د والي وياند محمد عارف نوري هم د جغتو ولسوالۍ د بېرته نيولو موضوع تاييد کړه او ويې ويل چې په دې ولسوالۍ د پوستو  او بېزونو جوړولو چارې پيل شوې دي.

هغه وايي چې په جغتو کې د عملياتو پر مهال ګڼو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې او ١١ نور ژوندي نيول شوي دي.

نوري په دې جګړه کې د افغان ځواکونو د تلفاتو په اړه څه ونه ويل.

خو بل لور ته طالبان بيا دغه څرګندونې ردوي.

د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد په خپله ټويټرپاڼه کې ليکلي چې د جغتو ولسوالۍ د سقوط خبره حقيقت نه لري.

دى وايي چې د جغتو په قياق او پيرکه سيمو کې حکومتي ځواکونه بند پاتي دي چې تر اوسه يې اته کومانډو سرتېري وژل شوي، اووه ټپيان شوي او دوه ټانکونه يې له منځه تللي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.