جلال اباد (پژواک ۳۱ وږی ۹۸): د ننګرهار کرنې رياست له لوري د دغه ولايت په شپږو ولسواليو کې د شاوخوا ۳۲ ميليونو افغانيو په لګښت د بېلابېلو کرنيزو پروژو چارې پيل شوې.
چارواکي وايي، دا پروژې به د دغه ولايست کامې، ګوشتې، روداتو او څو نورو ولسواليو کې پلې کېږي چې زرګونه کروندګرو او مالدارانو ته به يې ګټه ورسېږي.
د ننګرهار د کرنې او مالدارۍ رييس سميع الله نصرت وويل چې په ګوشتې ولسوالۍ کې يې د پيازو ساتنې په موخه د درويشتو سړو خونو د بنسټ ډبره کېښوده چې ۲۵۳ مټريک ټُنه پياز به په کې وساتل شي.
د ده په وينا، د دې ولايت په پنځو نورو ولسواليو کې به دري څلوېښت سړې خونې، چې ټولې ۶۶ کيږي او پرې څوارلس ميليونه او پنځه سوه زره افغانۍ لګښت راځي، جوړې شي.
هغه زياته کړه، د يادو خونو په جوړېدو سره به پياز ګاونډيو هېوادونو ته نه وړل کېږي، همدلته به يې ساتنه کېږي او په وړ بيه به بازار ته عرضه کيږي.
نصرت وويل، د کامې ولسوالۍ په مسلم اباد سيمه کې په لس سلنه ولسي ونډې د ۱۴ ميليونه افغانيو په لګښت د ۷۵۰ متره په اوږدوالي د يوه استنادي دېوال د بنسټ ډبره کېښودل شوه.
دی وايي، دغه استنادي دېوال د کرنې وزارت د څوارلس ميليونه افغانيو په لګښت جوړيږي، چې لس سلنه مالي لګښت يې ولسونه ورکوي.
نوموړي وويل، دغه استنادي دېوال به په درېيو مياشتو کې ګټې اخيستنې ته وسپارل شي، چې شپږ سوه جريبه ځمکه به د سیلابونو او نورو طبيعي خطرونو څخه وژغورل شي.
د ننګرهار د کرنې رييس زياته کړه، دغه راز په ګوشتې ولسوالۍ کې يې هم نن د دوه ميليونه او څلور سوه زره افغانيو په لګښت د ستروسو يو باغ تر جوړېدو وروسته ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.
نوموړي وويل، دغه بڼ په نوي عصري سيستم جوړ شوی، چې د ډېرو اوبو ضايع کېدو مخنيوی شوی او هيله يې وښوده، چې حاصل به يې تر نورو باغونو ښه وي.
هغه وايي، دغه بڼ د کرنې وزارت په دوه ميليونه او څلور سوه زره افغانيو په مالي لګښت په نوي سيستم جوړ شوی، چې د سولري برېښنا پرمټ اوبه ورکول کېږي او د نورو باغونو په پرتله به څو برابره زيات حاصلات ورکړي.
د کرنې د رييس په وينا په کامې ولسوالۍ کې يې هم د دوه ميليونه او څلور سوه زره افغانيو په مالي لګښت د شيدو ټولولو يوه کارخونه تر جوړيدو وروسته ګټې اخيستنې ته وسپارله.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن