لښکرګاه (پژواک، ٣١ وږى ٩٨): په ولسي جرګه کې د هلمند ځيني استازي وايي چې داعش وسله والې ډلې د دغه ولايت په شمالي ولسواليو کې د جلب او جذب پروسه پيل کړې چې دوى يې سخت اندېښمن کړي دي.
په ولسي جرګه کې د هلمند استازي ميرويس خادم د وږي په ٣١مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دې وروستيو کې داعش وسله والې ډلې د دغه ولايت په شمالي ولسواليو کې د ذاکر قيوم په مشرۍ د جلب او جذب بهیر پيل کړې ده.
د هلمند په شمال کې موسى کلا، نوزاد، کجکي، سنګين، واشير او باغران ولسوالۍ پرتې دي.
دى وايي: ((څو کاله مخکې هم داعش ډلې فعاليت پيل کړى و خو کله يې چې مشر مړ شو، نو دغه ډله بيا له منځه ولاړه خو اوس يې بيا جلب او جذب پيل کړى دى.))
د ده په خبره، اوس تازه یو ځل بیا په دغه ولایت کې د داعش د شتون په اړه اندېښنې را ولاړې شوې چې د يوې نوې جګړې پیل ښيي.
دغه راز په ولسي جرګه کې د هلمند بل استازي غلام ولي افغان هم پژواک ته وويل چې د داعش وسله والو د دغه ولايت په شمالي ولسواليو کې د جلب او جذب ترڅنګ يو لړ پوځي تمرينات هم پيل کړي دي.
ده ټينګار وکړ چې اړوند مسوولين بايد هر څه ژر په دغه ولايت کې د داعش ډلې د فعاليتونو مخه ونيسي.
همدارنګه د هلمند د شمالي ولسوالۍ موسى کلا اوسېدونکي عبدالهادي پژواک ته وويل: ((موږ خبر شوي يو چې داعش غواړي کسان ونيسي، مخه يې بايد ژر حکومت ونيسي؛ ځکه نور موږ جګړه نه غواړو.))
خو بل لور ته د هلمند والي محمد ياسين خان د يادو څرګندونو په ځواب کې پژواک ته وويل چې دا مهال په دغه ولايت کې په هېڅ صورت داعش وسله وال شتون نه لري.
والي وايي: ((زموږ د استخباراتي معلوماتو له مخې، داعش غواړي په دغه ولايت کې جلب او جذب پيل کړي.))
خو محمد ياسين خان وايي، حکومتي ځواکونه کوښښ کوي په دغه ولايت کې د داعش او نورو وسله والو ډلو د فعاليت مخه ونيسي.
بلخوا طالبانو هم په هلمند کې د داعش د فعاليت په اړه څه نه دي ويلي خو له دې مخکې يې ويلي وو، په کومو سيمو کې چې طالبان وي، هلته د داعش د هر ډول فعاليت مخه نيسي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن