ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کندهار معلولين: په نهو کلونو کې زموږ د سرپناه لپاره د نومرو د وېش ژمنه نه ده عملي شوې

د کندهار معلولين: په نهو کلونو کې زموږ د سرپناه لپاره د نومرو د وېش ژمنه نه ده عملي شوې

author avatar
22 Sep 2019 - 15:52
د کندهار معلولين: په نهو کلونو کې زموږ د سرپناه لپاره د نومرو د وېش ژمنه نه ده عملي شوې
author avatar
22 Sep 2019 - 15:52

کندهار (پژواک، ۳۱ وږی ۹۸): د کندهار معلولین وايي، کلونه وړاندې له دوی سره د استوګنې د زرو نومرو ژمنه شوې وه خو مودې وشوې چې دغه ژمنه عملي نه شوه.

دوی ګیله کوي چې حقونو ته یې پام نه کېږي او هېر شوي دي.

د کندهار د معلولینو ټولنې مرستیال فیض الله عمریار پژواک خبري اژانس ته وویل، ډېره موده مخکې د ولسمشر حامد کرزي د واکمنۍ پر مهال د دغه ولایت پر معلولینو د استوګنې د زرو نومرو د وېش ژمنه شوې وه خو کلونه کېږي چې دغه ژمنه نه ده پوره شوې.

هغه زیاته کړه: ((پخواني ولسمشر حامد کرزي فرمان صادر کړی و چې په کندهار کې دې د معلولینو لپاره ښارګوټی جوړ شي او پر معلولینو دې زر نومرې ځمکه ووېشل شي، خو عملاً هېڅ اقدام ونه شو.))

دی وايي، په کندهار کې مېشت معلولین بې وسه او ناتوانه دي، ډېری یې نه یوازې بې کاره او بې روزګاره دي، بلکې د سرپناه له جدي ستونزې سره هم مخ دي.

دی وايي، هېچا هم له معلولینو سره د مرستې په موخه دغه موضوع تعقیب نه کړه؛ ځکه چارواکو دوی هېر کړي او حقونو ته یې پاملرنه نه کوي.

نوموړي وویل، ((چارواکي یوازې له موږ سره نمایشي ناستې کوي او تر اوسه یې د معلولینو لپاره داسې څه نه دي کړي چې حساب ورباندې وشي.))

دی وايي، د معلولینو د دې ستونزې د حل په موخه یې له ولایتي چارواکو سره هم لیدلي او هغوی یې هم یوازې د حل تشه ژمنه کړې ده خو عملي اقدام یې نه دی کړی.

د ثناءالله په نوم بل معلول هم د دې ستونزې ترڅنګ د یوې بلې ستونزې یادونه هم کوي او وايي، دولت معلولینو ته میاشتني امتیازات ټاکلي خو پر وخت نه ورکول کېږي.

دی وايي، ان داسې معلولین شته چې د یوه کال یا دوو کلونو مخکې حقوق یې هم نه دي اخیستي.

د ده په خبره، د خپل دغه حق ترلاسه کولو لپاره یې په وار وار اعتراضونه کړي خو مسوولینو یې غږ نه دی اورېدلی.

نوموړی زیاتوي، حکومت د دوى په ستونزو ځان نه خبروي او ان له معلولينو سره د سرپناه د زرو نومرو د وېش فرمان يوازې د کاغذ پر مخ پاتې دى.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.