کابل (پژواک، ٣١ وږى ٩٨): په پاکستان کې د يوې ترافيکي پېښې له امله د لسو سرتېرو په ګډون ٢٦ کسان مړه شوي دي.
د پاکستاني رسنيو د راپورونو له مخې، دا پېښه نن د دغه هېواد د ګلګت بلتستان ولايت په مربوطاتو کې په یوه غرنيزه سيمه کې رامنځته شوې ده.
ځايي چارواکو رسنيو ته ويلي، د دغه ولايت له سکردو سيمې راولپنډۍ ته روان د سپرليو يو غټ موټر په يوه غرنيزه سيمه کې له غره سره جنګېدلى او چپه شوى دى.
پوليسو ويلي چې په دې پېښه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ٢٦ کسان مړه او ١٥ نور ټپيان شوي دي.
د ګلګت بلتستان ولايت وياند فيض الله فراق ويلي چې له سيمې يې ټول جسدونه او ټپيان روغتونونو ته لېږدولي دي.
بلخوا د پاکستان د پوځ له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د دې پېښې په قربانيانو کې لس سرتېري هم شامل دي.
سرچينې زياته کړې چې ټپيان د پوځ په چورلکو کې لېږدول شوي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن