د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د کندهار معلولين: په نهو کلونو کې زموږ د سرپناه لپاره د نومرو د وېش ژمنه نه ده عملي شوې

د کندهار معلولين: په نهو کلونو کې زموږ د سرپناه لپاره د نومرو د وېش ژمنه نه ده عملي شوې

Sep 22, 2019 - 15:52

کندهار (پژواک، ۳۱ وږی ۹۸): د کندهار معلولین وايي، کلونه وړاندې له دوی سره د استوګنې د زرو نومرو ژمنه شوې وه خو مودې وشوې چې دغه ژمنه عملي نه شوه.

دوی ګیله کوي چې حقونو ته یې پام نه کېږي او هېر شوي دي.

د کندهار د معلولینو ټولنې مرستیال فیض الله عمریار پژواک خبري اژانس ته وویل، ډېره موده مخکې د ولسمشر حامد کرزي د واکمنۍ پر مهال د دغه ولایت پر معلولینو د استوګنې د زرو نومرو د وېش ژمنه شوې وه خو کلونه کېږي چې دغه ژمنه نه ده پوره شوې.

هغه زیاته کړه: ((پخواني ولسمشر حامد کرزي فرمان صادر کړی و چې په کندهار کې دې د معلولینو لپاره ښارګوټی جوړ شي او پر معلولینو دې زر نومرې ځمکه ووېشل شي، خو عملاً هېڅ اقدام ونه شو.))

دی وايي، په کندهار کې مېشت معلولین بې وسه او ناتوانه دي، ډېری یې نه یوازې بې کاره او بې روزګاره دي، بلکې د سرپناه له جدي ستونزې سره هم مخ دي.

دی وايي، هېچا هم له معلولینو سره د مرستې په موخه دغه موضوع تعقیب نه کړه؛ ځکه چارواکو دوی هېر کړي او حقونو ته یې پاملرنه نه کوي.

نوموړي وویل، ((چارواکي یوازې له موږ سره نمایشي ناستې کوي او تر اوسه یې د معلولینو لپاره داسې څه نه دي کړي چې حساب ورباندې وشي.))

دی وايي، د معلولینو د دې ستونزې د حل په موخه یې له ولایتي چارواکو سره هم لیدلي او هغوی یې هم یوازې د حل تشه ژمنه کړې ده خو عملي اقدام یې نه دی کړی.

د ثناءالله په نوم بل معلول هم د دې ستونزې ترڅنګ د یوې بلې ستونزې یادونه هم کوي او وايي، دولت معلولینو ته میاشتني امتیازات ټاکلي خو پر وخت نه ورکول کېږي.

دی وايي، ان داسې معلولین شته چې د یوه کال یا دوو کلونو مخکې حقوق یې هم نه دي اخیستي.

د ده په خبره، د خپل دغه حق ترلاسه کولو لپاره یې په وار وار اعتراضونه کړي خو مسوولینو یې غږ نه دی اورېدلی.

نوموړی زیاتوي، حکومت د دوى په ستونزو ځان نه خبروي او ان له معلولينو سره د سرپناه د زرو نومرو د وېش فرمان يوازې د کاغذ پر مخ پاتې دى.

د ده په خبره، له هغه وخت راهيسې چې پخواني ولسمشر حامد کرزي د کندهار معلولينو ته د زرو نومرو د وېش فرمان ورکړ، شاوخوا نهه کلونه کېږي، په دې موده کې هېچا هم هېڅ ونه کړل، په کار ده اوسني چارواکي په دې اړه اقدام وکړي.

د کندهار د کار، ټولنيزو چارو، شهيدانو او معلولينو رییس مسوول حميد الله مبارز پژواک خبري اژانس ته وویل، په ١٣٨٨ لمريز کال کې پخواني ولسمشر حامد کرزي فرمان ورکړ چې له مخې به يې په کندهار کې معلولينو ته ١٠٠٠ د استوګنې نومرې ورکول کېږي.

هغه زياته کړه، په فرمان کې په واضحو ټکو ليکل شوي وو چې معلولينو ته د کندهار ښار اړوند په دوو سيمو (د کندهار هوايي ډګر ته مخامخ او د زون قوماندانۍ ختيځ لور) کې به زر نومرې ځمکې وېشل کېږي.

خو دى وايي چې نه هغه مهال دغه فرمان عملي شو او نه يې اوس د عملي کېدو لپاره کوم اقدام شوى، بلکې په دغو سيمو کې ډېرې ځمکې قبضه شوې هم دي.

نوموړى يادونه کوي، که په دې اړه اوس اقدام وشي، ځمکې له قبضې خلاصې شي او پر معلولينو ووېشل شي نو تر ډېره بريده به د هغوى د سرپناه ستونزه هواره شي؛ ځکه ډېرى معلولين په ډېر بد حالت کې د ژوند سختې ورځې او شپې تېروي.

د کندهار ولایت مرستیال عبدالحنان منیب د معلولینو ستونزې او غوښتنې پر ځای بولي او وايي ولایتي اداره له ډېره وخته پر دې کار کوي چې د معلولینو د ښارګوټي لپاره ځمکه پیدا کړي.

دی زیاتوي، په دې وروستیو کې یې د کندهار ښار په کوبي سیمه کې د ښارګوټي لپاره ځمکه مشخصه کړې او ډېر ژر به یې والي حیات الله حیات په مرکز کې له اړوند وزارت څخه منظوري ترلاسه کړي.

د ده په خبره، تر منظورۍ سمدستي وروسته به نومرې مشخصې او پر معلوینو ووېشل شي.

د یادونې ده، په کندهار کې دا مهال له اړوند ریاست سره ۱۶۸۰۰ معلولین او د شهیدانو ورثه ثبت دي چې دولت ورته د هغوی معلولیت ته په کتو له کال ۶۰ زره او ۳۰ زره افغانۍ معاش ټاکلی دی.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement