د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

هلمند کې د ۱۸ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو یو سربند جوړ شو

هلمند کې د ۱۸ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو یو سربند جوړ شو

Sep 22, 2019 - 15:22

لښکرګاه (پژواک، ۳۱ وږی ۹۸): د هلمند په ناوې ولسوالۍ کې د ١٨ ميليونه افغانيو په لګښت يو سربند چې د ۱۷زره هکټاره ځمکې خړوبولو وړتیا لري، له جوړېدو وروسته ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.

د اړوندې موضوع په اړه نیول شوو مراسمو ته د هلمند مرستيال والي مجاهدالله صفاري وويل چې دغه سربند د ناوې ولسوالۍ په شملان سيمه کې جوړ شوى دى.

ده وويل چې  د دغه سربند پر جوړېدو څه باندې ١٨ ميليونه افغانۍ لګول شوې او چارې يې د يو کال په موده کې بشپړې شوې دي.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، له دغه سربنده ١٧زره هکټاره ځمکه خړوبېږي چې څه باندې ٦٦زره کورنۍ به ترې ګټه پورته کوي.

هغه زياته کړه: ((دا يو مهم سربند دى، ګڼو کروندګرو ته به په اساسي ډول اوبه رسېږي او ترڅنګ به يې د اوبو د بېځايه مصرف مخه هم نيول کېږي.))

دغه راز د ناوې ولسوالۍ قومي مشر حاجي عبدالباري پژواک ته وویل چې د یاد کانال په جوړېدو سره تر ډېره د دې ولسوالۍ د کروندګرو د اوبو ستونزه هواره شوې ده.

هغه وايي: ((مخکې دلته پر اوبو ډېر جنجالونه پيدا کېدل، خو اوس چې دغه کانال جوړ شو، جنجالونه به هم کم شي او ټولو ته به يو شان اوبه هم ورسېږي.))

همدارنګه د ناوې ولسوالۍ يوه کروندګر مطيع الله پژواک ته وويل چې په دې ولسوالۍ ډېرى خلک په کرنه بوخت دي خو د اوبو په برخه کې يې ستونزې درلودې.

ده وويل چې د ياد کانال په جوړېدو سره د دوى د اوبو ستونزه ترې ډېره هواره شوې ده. خو ورته نور سربندونه هم بايد جوړ شي.

د يادونې ده، ناوه د هلمند تر ټولو امنه ولسوالۍ بلل کېده خو درې کاله وړاندې وسله والو طالبانو پرې بريد وکړ او اوس يې ډېرې سيمې نا امنه دي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement