د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

په مزارشريف کې د نقاشۍ هنر له لارې د جګړې درولو غوښتنه وشوه

په مزارشريف کې د نقاشۍ هنر له لارې د جګړې درولو غوښتنه وشوه

Sep 22, 2019 - 15:14

مزارشريف (پژواک، ۳۱ وږی ۹۸): د بلخ په مرکز مزارشريف ښار کې يو شمېر زده کوونکو د نقاشۍ هنر له لارې په هېواد کې د سراسري سولې او امنيت غوښتنه وکړه.

دغه مراسم د وږي په ۳۱مه د خانه نور روزنیزې شبکې له خوا نیول شوي وو چې په کې د ويناوو ترڅنګ د زده کوونکو په لاس جوړ شوي شاوخوا ۲۰۰ انځورونه هم نندارې ته وړاندې شول.

د پروګرام يوه سمبالوونکي سيد قمرالدين سادات رسنيو ته وويل چې د سولې نړيوالې ورځې په مناسبت يې وغوښتل، څو وښيي چې افغان ماشومان، په ځانګړي ډول د ښوونځيو زده کوونکي له جګړو کرکه لري.

هغه زياته کړه چې په دغه نندارتون کې هغه انځورونه نندارې ته وړاندې شول چې د زده کوونکو له خوا نقاشي شوي او سوله ييزې ذهنيت په کې منعکس شوی دی.

د سادات په خبره، افغان ماشومان غواړي چې حکومت او د هېواد ټول سياسي اړخونه د روان جنګ د پای ته رسېدو لپاره جدي ګامونه واخلي.

نوموړی وايي چې هنر د جګړې ضد دی او د سوله ييز ذهنيت په خپرولو کې مهم او اساسي رول لري.

سادات زياته کړه چې حکومتي او غير حکومتي ټولنې بايد په ماشومانو کې د سوله ييزې انګېزې ايجادولو لپاره ډېر کار وکړي.

احمد د خانه نور تعليمې شبکې زده کوونکی دی چې په دغه نندارتون کې يې په خپل لاس جوړې شوې څو نقاشيانې نندارې ته ايښې دي.

هغه پژواک ته وويل چې د نقاشۍ له لارې د افغانستان د جنګ له ښکېلو خواوو د اوربند او سولې غوښتنه کوي.

نوموړي زياته کړه، روانې جګړې د نورو اړخونو ترڅنګ د هېواد پر تعليمې برخې هم منفي اغېز کړی چې له امله يې سلګونه زره ماشومان له زده کړو بې برخې پاتې کېږي.

احمد له کورنيو هم غواړي چې خپل ماشومان د جګړې او تاوتريخوالي له ذهنيته لرې په سوله ييز ذهنيت سمبال کړي.

عفيفه د رسامۍ هنرمنده ده چې په ياد پروګرام کې يې خپل يو شمېر اثار نندارې ته ايښي دي.

هغې پژواک ته وويل چې دغه ډول پروګرام د سوله ييز ذهنيت خورولو ترڅنګ له هنر سره د ماشومانو لېوالتیا پيدا کېدو په برخه کې هم ډېره مرسته کولای شي.

د عفيفې په خبره، افغان ماشومان له عالي استعدادونو برخمن دي خو زياتوي چې جګړو او تاوتريخوالي يې مخه نيولې ده.

د سپټمبر ۲۱مه يا د سولې نړيواله ورځ په داسې مهال په افغانستان کې نمانځل کېږي چې د دغه هېواد په ګڼو ولايتونو کې سختې جګړې روانې دي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement