ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په هرات کې د رایې ورکونې ۳۰ مرګزونه تړلي او ۶۹ نور تر لوړو امنیتي ګواښونو لاندې دي

په هرات کې د رایې ورکونې ۳۰ مرګزونه تړلي او ۶۹ نور تر لوړو امنیتي ګواښونو لاندې دي

author avatar
22 Sep 2019 - 16:33
په هرات کې د رایې ورکونې ۳۰ مرګزونه تړلي او ۶۹ نور تر لوړو امنیتي ګواښونو لاندې دي
author avatar
22 Sep 2019 - 16:33

هرات ښار (پژواک، ۳۱ وږی ۹۸): په هرات کې د ټاکنو کمېسیون مسوولین د دغه ولایت په ناامنو ولسوالیو کې د رایې ورکونې د ۳۰ مرکزونو د تړل کېدو خبر ورکوي او وایي چې شاوخوا ۶۰ نور مرکزونه له لوړو امنیتي ګواښونو سره مخ دي.

د هرات د ټاکنو کمېسیون رييس احمد داوود صدیق زاده نن پژواک ته وویل: ((په هرات کې د رایې ورکولو له ۳۰۰ مرکزونو ۳۲ یې له امنیتي ګواښونو سره مخ وو چې له پرونه را په دېخوا دوه نور مرکزونو امن شوي او اوس مهال شاوخوا ۲۷۰ مرکزونه فعال دي.))

هغه زیاته کړه چې رایې ورکونې ۶۹ نور مرکزونه هم له امنیتي ګواښونو سره مخ دي خو دغه ګواښونه به د ټاکنو مخه ونه ونیسي.

صدیق زاده دا هم وویل: ((کشک کهنه، کشک رباط سنکي، ګلران، کهسان او اوبه هغه ولسوالۍ دي چې له لوړو امنیتي ګواښونو سره مخ دي.))

نوموړي د ټاکنو په ورځ نا امني، د ټاکنو کمېسیون تر ټولو لویه اندېښنه وبلله.

په داسې حال کې د هرات ولایتي شورا غړي د امنیتي ځواکونو ترمنځ نه همغږي د رایې ورکونې پر مرکزونو د طالبانو د بریدونو زیاتېدو لامل بولي.

د هرات د ولایتي شورا غړي وکیل احمد کرخي پژواک ته وویل: ((د سرتېرو ترمنځ هېڅ همغږي نشته که سرتېري جدی امنیتي تدابیر ونیسي، موږ به اوس په هرات کې دومره ناامنه سیمې نه درلودې.))

د دغه ولایت په لرو پرتو ولسوالیو کې د وسله والو طالبانو د بریدونو ډېروالی د دې لامل شوی چې د رایې ورکونې شاوخوا ۶۹ مرکزونه له لوړو امنیتي ګواښونو سره مخ شي.

د هرات د مدني ټولنې ځيني غړي له حکومته غواړي څو په د هغو مرکزونو د امنیت د ټینګښت لپاره چې له لوړو امنیتي ګواښونو سره مخ دي، جدي اقدامات وکړي.

د هرات د مدني ټولنې فعال جواد عمید وویل:((امنیت د ټاکنو له شفافیت سره مستقیمه اړیکه لري، هیله من یو چې د ټاکنو د شفافیت لپاره امنیتي سرتېري امنیت ټینګ کړي.))

 په ورته وخت کې د هرات سیمه ییزې ادارې، د یاد ولایت په ولسوالیو کې د رایې ورکونې د مرکزونو د امنیت د ټینګښت خبرداری ورکو‎ي.

د هرات والي عبدالقیوم وویل چې د رایې ورکونې د ۳۰۰ مرکزونو د امنیت لپاره جدي اقدامات نیول شوي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.