کابل (پژواک، ٣١ وږى ٩٨): د پکتیا چارواکي وایي، په دغه ولایت کې د ګډو ځواکونو په هوايي بریدونو کې اته وسله وال مخالفين وژل شوي دي.
د دې ولايت له رسنيز دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه بریدونو تېره شپه ناوخته د دغه ولایت د احمدابا ولسوالۍ په پروژې، وچ غړک او تاند غړک سيمو کې ترسره شول.
سرچينه زياتوي، په بریدونو کې دوه هاموې چې د وسله والو طالبانو له خوا د موټر بم بريدونو ته اماده شوي وو، له منځه وړل شوي دي او ورسره اته وسله وال مخالفین هم وژل شوي دي.
سرچينه کاږي، په دغو بریدونو کې د مخالفينو د میزائیلو، هاوان او راکټ د مرمیو یوه زېرمه هم په نښه شوې، خو له مخالفينو پرته بل چا ته په کې کوم زیان نه دی اوښتی.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن