د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

کندوز کې د وروستیو جګړو له امله له زرګونو بېځایه شوو سره تر اوسه مرسته نه ده شوې

کندوز کې د وروستیو جګړو له امله له زرګونو بېځایه شوو سره تر اوسه مرسته نه ده شوې

Sep 22, 2019 - 17:03

کندوز ښار (پژواک، ٣١ وږى ٩٨): د کندوز د کډوالو چارو رياست وايي چې په دغه ولايت کې د وروستيو جګړو له امله شاوخوا شپږ زره کورنۍ نورو سيمو ته بې ځايه شوې چې تر اوسه يې له درې سوه کورنيو سره مرستې شوې دي.

خو بل لور ته د بېځايه شوو کورنيو غړي وايي چې د ژوند په سختو حالاتو کې دي او حکومت تر اوسه ورسره مرستې نه دي کړې.

د دغو کسانو له ډلې شېرين د وږي په ٣١مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دوى د کندوز ښار اوسېدونکي دي، خو په کلي کې يې جګړه روانه ده.

ده زياته کړه: ((موږ د مرکز مربوط د ناصري کلي اوسېدونکي يو، خو هلته جګړه روانه ده، ټول اوسېدونکي يې نورو سيمو ته کډه شوي دي.))

دغه راز د دشت ارچي ولسوالۍ اوسېدونکي محمد خان پژواک ته وويل چې له تېرو څو مياشتو راهيسې د دوى په ولسوالۍ کې پرله پسې جګړې روانې دي.

دى وايي: ((زموږ په ولسوالۍ ډېره سخته جګړه ده، زه د بازار اوسېدونکى يم، کله يې طالبان نيسي کله يې حکومت د ډېرو خلکو کورونه وران شول او ډېرو خلکو خپل کورنه پريښودل او ښار ته کډه شول.))

په ورته وخت کې د امام صاحب ولسوالۍ اوسېدونکي عبدالستار پژواک ته وويل چې له امام صاحب څخه زرګونه کورنۍ نورو سيمو ته کډه شوې دي.

هغه وايي: ((امام صاحب کې خو ناامني له حده ډېره ده، بېخي خلک په کې نور ژوند نه شي کولاى، موږ همدمره وکړل چې ځان تر کندوز ښاره ورسوو.))

د دغه ولايت څو نورو اوسېدونکو هم د ورته څرګندونو ترڅنګ وويل چې تر اوسه حکومت له دوى سره مرستې نه دي کړي او په سختو حالاتو کې ژوند کوي.

بل لور ته د کندوز د کډوالو چارو رييس غلام سخي رسولي هم پژواک ته وويل چې په دغه ولايت کې د وروستيو جګړو له امله تر اوسه شاوخوا شپږ زره کورنۍ نورو سيمو ته بې ځايه شوې دي.

دى وايي، تر اوسه دوى له درې سوه کورنيو سره نغدي او د خوراکي توکو مرستې کړې او د نورو بې ځايه شوو کورنيو سروې هم روانه ده.

ده زياته کړه: ((١٤ د سروې ټيمونه مو  د دوى لپاره ټاکلي دي، زموږ په ګودامونو کې غنم او نورو خوراکي توکي صفر شوي دي، معطل يو چې له بدخشان او بلخ څخه خوراکي مواد را ورسيږي، نو بيا يي پر دغو بې ځايه شويو کسانو وېشو.))

کابو لس ورځې وړاندې وسله والو طالبانو پر کندوز ښار او ولسواليو ډله ييز بريدونه پيل کړل چې له امله يو شمېر کورنۍ نورو سيمو ته بې ځايه شوې.

نښه: 

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement