کابل (پژواک، د تلې لومړۍ نېټه ٩٨) : طالبان وايي چې روسيې، چين او ايران له امريکا سره د خبرو اترو په اړه د دوى له موقف څخه ملاتړ کړى دى.
دغه څرګندونې د طالبانو دقطر دفتر وياند سهيل شاهين چين ته د سفر پر مهال په خپل يوه بيان کې کړې دي.
نوموړي چې له چين څخه مخکې د روسيې او ايران حکومتونو په رسمي بلنه يې دغو هېوادونو ته هم سفرونه کړي او له اړوندو مسوولينو يې سره ګټورې خبرې کړې دي.
شاهين زياته کړې، دا ډول سفرونه ډېر ارزښت لري، دوى خپل موقف ددې هېوادونو چارواکو سره شريکوي، وضاحت ورکوي او هغوى له هغو واقعيتونو څخه خبروي، چې په دې وروستيو کې رامنځته شوي دي.
دى وايي : ((موږ ددې سفرونو له لارې ددې هېوادونو ملاتړ راجلبوو او د همدې سفرونو له برکته زموږ موقف د روسيې او چين د استازو ځانګړو له خوا او د ايران چارواکو له خوا يې ملاتړ او تاييد وشو. ))
د طالبانو دغه وياند وايي، ددغو هېوادونو استازو ومنله چې له امريکا سره شوې توافقنامه له امريکا د افغان شخړې د سوله ييز هواري لپاره يو ښه بنسټ دى.
د يادونې ده چې دوه اوونۍ مخکې د امريکا ولسمشر ډنالډ ټرمپ د يوه ټويټ له لارې له طالبانو سره روانې خبرې ودرولې.
سهيل شاهين زياته کړه، د ملا عبدالغني برادر په مشرۍ ددوى پلاوي په بېجنګ کې د روسيې له ځانګړي استازي سره وليدل او د سولې په اړه پر وروستيو تحولاتو يې خبرې وکړې.
هغه وايي، د چين له ځانګړي استازي ډين شي جو او پلاوي سره په ليدنه کې په افغانستان کې د سولې د پروسې او له شوې توافقنامې د امريکا د شاتګ په باره کې د نظر تبادله وشوه.
دنوموړي په وينا، د طالبانو د پلاوي مشر ملا برادر په دې ليدنه کې ويلي چې دوى د افغانستان د مسئلې د حل لپاره مذاکرات تر سره کړل او يوې هر اړخيزی هوکړې ته ورسېدل، خو د امريکا ولسمشر له خپلې ژمنې واوښت .
د ملابرادر په وينا، که ټرمپ له خپلو خبرو او ژمنو اوړي، نو په افغانستان کې د هر ډول ورانۍ او وينې توېيدنې مسووليت به يې پر غاړه وي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن