ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

فراه کې دوو چاودنو درې ملکي وګړي وژلي

فراه کې دوو چاودنو درې ملکي وګړي وژلي

author avatar
23 Sep 2019 - 15:38
فراه کې دوو چاودنو درې ملکي وګړي وژلي
author avatar
23 Sep 2019 - 15:38

فراه (پژواک، د تلې لومړۍ نېټه ۹۸): په فراه ولایت کې د سړک غاړې دوو چاودنو درې ملکي وګړي وژلي دي.

د فراه د امنیې قوماندانۍ ویاند محب الله محب په خپلو خبرو کې پژواک خبري اژانس ته دغه خبر تایید کړ او ویې ویل، تېر ماښام پر یوه موټر چې دوه سودګر په کې سپاره وو، د فراه د پشت کوه ولسوالۍ د مرزمیل ۸۷ په مربوطاتو کې د ماین چاودنه شوې ده.

فاروق چې د یوه وژل شوي د خپلوانو له ډلې دی، پژواک ته وویل، وژل شوي کسان زلمی او عزیز نومېدل چې له کلونو راهیسې یې د سمنټو او ګچو کاروبار کاوه.

دغه راز د فراه د امنیې قوماندانۍ ویاند وویل چې هم مهاله پرون له غمې وروسته یو موټر چې چلوونکی یې یو ملکي وګړی و، د فراه په لاش جوین ولسوالۍ کې د سړک غاړې د ماین چاودنه کې ووژل شو.

دا په داسې حال کې ده چې د دې پېښو مسوولیت تر اوسه کومې ډلې پرغاړه نه دی اخیستی.

د یادونې ده، ۷۸ میله کرښه، د هېواد په غرب کې یوه وارداتي کرښه ده چې له ایران سره سرحد لري او د فراه له مرکزه د ۱۲۳ کیلومتره په فاصله کې د پشت کوه جنګي ولسوالۍ په بله غاړه موقعیت لري چې د لسګونو افغان سوداګرو په ګډون، د دغه ولایت له خلکو په سلګونه کسان هره ورځ د کاروبار لپاره هلته ورځي.

 

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.