کابل (پژواک، ٢ تله ٩٨): د مس عينک زون کرکټ لوبـډلې د غازي امان الله خان يو ورځنيو ملي سياليو اتلولي خپله کړه.
د هېواد د پنځو زونونو ترمنځ دا سيالۍ په ننګرهار او خوست ولايتونو کې پيل شوې وې او پايلوبه يې د کابل په کرکـټ لوبغالي کې ترسره شوه.
د دې يو ورځنيو سياليو پايلوبې ته د مس عينک او بست زونونو لوبډلو لاره موندلې وه، چې نن يې ترمنځ پاى لوبه ترسره شوه.
د پايلوبې پچه د بست لوبډلې وګـټله او لومړى يې د توپ اچونې پرېکړه وکړه، د مس عينک لوبډلې په ٤٥ اوورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ١٩٩ منـډې جوړې کړې او بست ته يې د ٢٠٠ منډو هدف ورکړ.
د مس عينک له لوري عمران ٤٧، افسر ځاځي ٣٣ او ابراهيم ځدراڼ د پام وړ ٣٠ منډې جوړې کړې، د بست له لوري سميع الله شينواري، وقار الله او يمين احمدزي دوه دوه لوبغاړي وسوځول.
د بست زون ياد اسانه هدف ترلاسه نه شو کړاى او ټوله لوبډله يې په ٢٣ اوورونو کې په ١١١ منډو وسوځېدله او دغه راز د مس عينک زون لوبډلې دا لوبه د ٨٨ منډو په توپير سره وګټله.
د بست له لوري يواځې عمران الله د پام وړ ٦٠ منډې جوړې کړې، د مس عينک له لوري ضياء الرحمن ٣، نواز خان او ابراهيم ځدراڼ دوه دوه لوبغاړي وسوځول.
ضياء الرحمن د پايلوبې غوره لوبغاړى اعلان شو.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن