لښکرګاه (پژواک، ٢ تله ٩٨): د هلمند سلګونو اوسېدونکو د دغه ولايت په موسى کلا ولسوالۍ کې د ملکي وګړو د وروستي مرګ ژوبلې په غبرګون کې لاريون وکړ او د دې پېښې عاملينو ته يې د سختې سزا غوښتنه وکړه.
وړمه شپه په موسى کلا ولسوالۍ کې الوتکو د واده پر موټرو بمبار وکړ چې په ترڅ کې يې د ښځو او ماشومانو په ګډون شاوخوا ٤٠ کسانو ته مرګ ژوبله واوښته.
د همدې پېښې په غبرګون کې د هلمند سلګونو اوسېدونکو نن د دغه ولايت په مرکز لښکرګاه کې لاريون وکړ.
يوه لاريون کوونکي عبدالولي پژواک خبري اژانس ته وويل چې حکومت دې نور د عامو خلکو وژل ودروي کنه بدې پايلې به ولري.
دى وايي: ((په شپني عملياتو کې يواځې عامو خلکو ته مرګ ژوبله اوړي نور هېڅ هم نه لري.))
دغه راز لاريون کوونکي او مدني فعال عبدالحق ځواکمن وويل چې په دې وروستيو کې د حکومت او طالبانو له لوري د جګړو پر مهال د عامو خلکو ژوند ته هېڅ پاملرنه نه کېږي.
ده هم وويل چې د ملکي وګړو مرګ ژوبله نور د زغم وړ نه ده، بايد جدي يې مخنيوي وشي.
يوه بل لاريون کوونکي او په ولسي جرګه کې د هلمند استازي ملا شيرمحمد اخندزاده وويل، که چېرې د يادې پېښې عاملينو ته سخته سزا ورنه کړل شي د هلمند ډېر اوسېدونکي به په ټاکنو کې ګډون ونه کړي.
ده زياته کړه: ((په سيمه کې هېڅ د القاعدې شبکې غړي نه دي نيول شوي، دا چاپه يواځې د عامو خلکو د وژلو لپاره يوه دسيسه وه.))
يو شمېر نورو لاريون کوونکو هم ورته څرګندونې وکړې او د دې پېښې عاملينو ته يې د سختې سزا غوښتنه وکړه.
د يادې پېښې په اړه پرون حکومتي چارواکو ويلي چې په دې سيمه کې وسله وال طالبان وژل شوي او د القاعدې شبکې يو شمېر غړي نيول شوي دي.
دوى ويلي وو چې په دې پېښه کې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې په اړه جدي پلټنې کوي او بيا يي پايلې له خلکو سره شريکوي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن