ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“د کونړ د دانګام ولسوالۍ لپاره د طالبانو ولسوال وژل شوی”

“د کونړ د دانګام ولسوالۍ لپاره د طالبانو ولسوال وژل شوی”

author avatar
24 Sep 2019 - 16:12
“د کونړ د دانګام ولسوالۍ لپاره د طالبانو ولسوال وژل شوی”
author avatar
24 Sep 2019 - 16:12

اسعد اباد (پژواک، ٢ تله ٩٨): د کونړ والي په دغه ولايت کې د رايې اچونې مرکزونو د امنيت ټينګولو ترڅنګ ويلي چې د دانګام ولسوالۍ لپاره د طابانو ولسوال وژل شوى دى.

والي عبدالستار میرزکوال د تلې په ٢مه په اسعداباد کې يوې خبري غونډې ته وويل چې تېره شپه د دانګام ولسوالۍ لپاره د طالبانو ولسوال ابراهیم خېل د خپلمنځي اختلافاتو له امله د شلطن ولسوالۍ په چوګام سیمه کې د يوې چاودنې له امله وژل شوى دى.

هغه زياته کړه چې  په دې چاودنه کې د نوموړي دوه ساتونکي ټپيان شوي دي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

والي میرزکوال د ټاکنو په تړاو وويل چې ټول حساس او غیر حساس توکي را رسېدلي چې ډېر ژر به ټولو ولسوالیو ته هم ورسول شي.

ده زیاته کړه، په کونړ ولایت کې تر ۱۹۰زره نه زیاتو خلکو پر تذکرو سټېکرونه لګولي چې ۳۹ سلنه يې ښځې جوړوي.

هغه وويل په ولسمشریزو ټاکنو کې د ګډون په موخه بشپړ عامه پوهاوی ترسره شوی، دیني عالمانو، قومي مشرانو او مدني ټولنو په ټاکنو کې د ګډون په موخه د محراب او ممبر له لارې ولس ته عامه پوهاوی کړی.

د کونړ والي زیاته چې د کونړ ټولو د رایې اچونې مرکزونو کې امنیتي ځواکونه ځای پر ځای شوي او کلک امنیتي تدابیر يې نیولي دي.

د هغه په وينا، د ټاکنو په ورځ به د رایې اچونې ټول مرکزونه پرانیستي وي.

ميرزکوال وويل، په ټول کونړ کې به درې نظامي مرکزونه جوړېږي چې په هر ځای کې ستونزه راپیدا کېږي، دوی په عاجله توګه د پېښې ځای ته ځانونه رسوي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.