ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ټرمپ له طالبانو سره د سولې خبرو پيلېدو په اړه د عمران غوښتنه رد کړه

ټرمپ له طالبانو سره د سولې خبرو پيلېدو په اړه د عمران غوښتنه رد کړه

author avatar
24 Sep 2019 - 12:25
ټرمپ له طالبانو سره د سولې خبرو پيلېدو په اړه د عمران غوښتنه رد کړه
author avatar
24 Sep 2019 - 12:25

کابل (پژواک، ٢ تله ٩٨): د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له عمران خان سره د ليدنې پر مهال له طالبانو سره د درول شوو خبرو د بيا پيلېدو په اړه پوښتنې ته سم ځواب ور نه کړ.

له سپينې ماڼۍ په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ دغه څرګندونې د پاکستان له لومړي وزير عمران خان سره د ليدنې او له هغه وروسته په يوه خبري غونډه کې کړې دي.

ټرمپ زياته کړې چې له عمران خان سره يې د نورو موضوعاتو ترڅنګ پر کشمير، افغانستان او طالبانو هم خبرې کړې دي.

هغه زياته کړې، امريکا غواړي چې له پاکستان سره خپلې تجارتي اړيکې پياوړې کړي؛ ځکه چې په وروستيو کلونو کې دا سوداګري ډېره کمه وه.

د پاکستان لومړي وزير عمران خان وويل، افغانستان د دوى لپاره ډېره مهمه موضوع ده؛ ځکه چې د افغانستان ثبات د پاکستان له ثبات سره مرسته کوي.

له طالبانو سره د درول شوو خبرو په اړه د امريکا ولسمشر ټرمپ د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل، چې نه، دمګړۍ دوى پر طالبانو سخت بريدونه پيل کړي دي.

خو هغه وويل چې له عمران خان سره يې په دې اړه خبرې کړې او پاکستان په دې برخه کې ډېره مرسته کولى شي او عمران خان هم غواړي چې دا مرسته وکړي.

ټرمپ زياته کړه: ((موږ پر طالبانو سخت ګوزارونه پيل کړي چې سارى نه لري، طالبانو په کابل کې زموږ د يو سرتېري په ګډون ١٢ کسان ووژل او غوښتل يې چې په دې سره په مذاکراتو کې امتيازات ترلاسه کړي، خو دغه کار د هغوى کمزورتيا په ډاګه کړه.))

د نوموړي په وينا، د طالبانو له دغه بريد وروسته يې هر څه لغوه کړل او په تېرو دوو اوونيو کې پرې سخت بريدونه شوي دي.

هغه له طالبانو سره د خبرو د بيا پيلېدو په اړه د يوې بلې پوښتنې په ځواب کې وويل چې دا به په راتلونکي کې معلومه شي، خو د پاکستان لومړي وزير عمران خان غواړي په دې برخه کې څه ډول همکاري وکړي او رول ولوبوي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.