ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په پروان کې یوه روږدي خپله مېرمن او څلور ماشومان وژلي

په پروان کې یوه روږدي خپله مېرمن او څلور ماشومان وژلي

author avatar
24 Sep 2019 - 14:36
په پروان کې یوه روږدي خپله مېرمن او څلور ماشومان وژلي
author avatar
24 Sep 2019 - 14:36

 

چاریکار (پژواک، ۲ تله  ۹۸): په پروان ولایت کې یوه روږدي خپله ښځه او څلور واړه اولادونه پر ډزو وژلي، بلخوا بیا په کاپیسا ولایت کې پولیسو یو ماشوم د تښتوونکو له بنده راخلاص کړی دی.

د پروان د امنیې قوماندانۍ امر عبدالواسع ګلبهار پژواک خبري اژانس ته وویل چې پر نشه یې توکو یوه روږدي کس تېر ماښام د جبل سراج په میانه ګذر کلي کې له لفظي شخړې وروسته خپل څلور ماشومان او مېرمن وژلي دي.

ګلبهار زیاته کړه، په وژل شوو کې درې لوڼې، یو زوی او د یاد روږدي مېرمن شامل دي او قاتل تښتېدلی دی.

د پېښې د ځای یو قومي مخور حاجي محمد غلام وویل چې د دې پېښې ترسره کوونکی عبدالعلیم نومېږي او دغه کار یې د نشې په حالت کې کړی دی.

هغه زیاته کړه: "دا ماشومان یې په ډېره بې رحمۍ ووژل، یو ماشوم نهه میاشتې عمر لري، نور ماشومان یې له څلورو تر شپږ کاله عمر لري، په خپله کس چې د دې ماشومانو پلار دی، په دې جرم لاس پورې کړی او تښتېدلی، کوم علت یې نه درلود روږدی و."

د یوه بل خبر له مخې، نن په کاپیسا ولایت کې یو ۱۶ کلن ماشوم د تښتونکو له منګولو وژغورل شو او په تړاو یې یو کس نیول شوی.

د کاپیسا د امنیې قوماندانۍ ویاند عبدالشایق شورش د دغه خبر ترڅنګ وویل چې هلک یوه اوونۍ وړاندې په داسې حال کې چې پسونه یې څرول، د دغه ولایت د نجراب ولسوالۍ د پتې له درې تښتول شوی و او یوه نامعلوم ځای ته وړل شوی و.

هغه زیاته کړه، د دغه ماشوم د تښتونې په تور دوه کسان د پولیسو تر پلټنو لاندې دي.

یوه ځایي اوسېدونکي شاه احمد وویل چې تښتونکو دا ماشوم د نجراب ولسوالۍ د پتې درې د یوه غره په غار کې ساته چې پولیسو له خبرېدو وروسته ژغورلی.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.