ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په خوست کې ٤٠٠ ښځې د ټاکنو دامنيت برخه کې مرسته کوي

په خوست کې ٤٠٠ ښځې د ټاکنو دامنيت برخه کې مرسته کوي

author avatar
25 Sep 2019 - 17:26
په خوست کې ٤٠٠ ښځې د ټاکنو دامنيت برخه کې مرسته کوي
author avatar
25 Sep 2019 - 17:26

  خوست ښار (پژواک، ۳ تله ۹۸): امنيتي چارواکي وايي، خوست کې د ولسمشريزو ټاکنو د امنيت د ټينګښت په خاطر د امنيتي ځواکونو ترڅنګ نږدې څلور سوه ښځې هم پر دندو ګومارل شوې دي.

هغوی دا څرګندونې نن د (تله ۳مه) په ټاکنو کې د مېرمنو د پراخ ګډون په موخه هغې غونډې ته په خبرو کې وکړې چې ددغه ولايت لسګونه مېرمنو په کې ګډون کړی وو.

د خوست د امنيې قوماندانۍ د بشري حقونو مدير سمونمل ابراهيم حقيار دغې غونډې ته وويل چې په دغه ولايت کې د ټاکنيزو مرکزونو په ځانګړي ډول د مېرمنو د محلونو د امنيت د تامين په خاطر جدي تدابير نيول شوي دي.

نوموړي وويل، ددغه ولايت د ټولو ۱۸۶ ټاکنيزو مرکزونو لپاره د امنيتي ځواکونو ترڅنګ ۳۸۲ تنه مېرمنې هم پر دندو ګومارل شوې دي.

ده زياته کړه: ((د ټاکنو لپاره په کامله معنا امنيتي پلان جوړ شوی او ټول تدابير يې په نظر کې نيول شوي دي، چې له هغې جملې نه د ښځو چارو له رياست څخه په مننې د تلاشۍ لپاره هم موږ ښځې په دندو ګومارلې دي، چې په وخت او زمان سره به هغه خويندې د ټاکنو په مرکزونو کې شاملې وي.))

بل پلو د خوست د ښځو چارو رياست مسوولين وايي چې په ټاکنو کې د مېرمنو د پراخ ګډون لپاره يې ددغه ولايت په بېلابېلو سيمو کې د عامه پوهاوي پروګرامونه جوړ کړي دي.

د ښځو چارو رياست رئيسه شفعيه نورزۍ دغې غونډې ته په خبرو کې هيله مندي وښوده چې په ولسمشريزو ټاکنو کې به چې د تلې په ۶مه ترسره کيږي، د نورو وختونو په پرتله د مېرمنو ګډون پراخ وي.

هغه وايي: ((بېلابېلو ولسواليو کې له مشرانو، سپين ږيرو او مېرمنو سره مو د ټاکنو په اړه ناستې درلودې. د ټاکنو په مخ کې ستونزې شتون لري، مګر هيڅ مبارزه او موفقيت  له ستونزو بغير نه ترسره کيږي.))

په همدې حال کې ددغه ولايت يو شمېر مېرمنې چې دغه غونډه کې يې ګډون کړی وو، په خپلو خبرو کې وويل چې د ټاکنو په ورځ به په پراخ ډول له خپلو کورونو راوځي او ټاکنو کې به ګډون کوي.

ددغې غونډې يوې ګډونوالې تمنا پژواک خبري اژانس ته وويل چې د خپلو حقه حقونو د ترلاسه کولو لپاره به په دغو ټاکنو کې ګډون کوي او د ولسمشرۍ  يوه وړ نوماند ته به رايه ورکوي.

هغه زياتوي: ((په ټاکنو کې د مېرمنو ګډون ډېر مهم دی. اسلام چې څه حقوق موږ ته راکړي، چې په ټاکنو کې برخه واخلو هغه بايد موږ ته راکړل شي، نو په همدې موخه موږ بايد عامه پوهاوی وکړو، چې ټاکنو کې ښځې پراخه برخه واخلي.))

ټاکل شوې، د روان کال د تلې په ۶مه چې د راتلونکې شنبې ورځې سره برابره ده، په ټول هېواد کې د ولسمشرۍ څلورمه دوره ټاکنې ترسره شي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.