کابل (پژواک، ۳ تله ۹۸): د افغانستان د اوبیزو سرچينو پراخولو لپاره، افغان حکومت او اسيايي پراختيا بانک د څه باندې ٣٤٨ ميليونه امريکايي ډالرو هوکړه ليک لاسليک کړ.
دغه تړون د تلې په درېيمه د ماليې وزارت د سرپرست محمد همايون قيومي او د اسيايي پراختيا بانک د رييس نرندرا سنګرو ترمنځ لاسليک شو.
قیومي وویل: "ډېر خوښ یم چې نن ورځ له اسیايي پراختیا بانک سره د ارغنداب ولسوالۍ د اوبو د سرچینو پراختیا لپاره د وړیا مرستې موافقتنامه لاسلیکوم."
د هغه په وينا، دغه مرسته د اسیايي پراختیا بانک اختصاصي صندوق له لارې تمویلېږي او د کرنې، طبیعي سرچینو او کلیو پراختیا په برخو کې به ولګول شي.
دغه راز د افغانستان لپاره د اسیايي پراختیا بانک ريیس سنګرو وویل: "د نن ورځې وړیا مرستې موافقتنامه د اړتیا وړ زېربناوو له لارې د افغانانو د ژوند ښه کولو لپاره د اسیايي پراختیا بانک اوږدې مودې ژمنه ده."
د ارغنداب ولسوالۍ د اوبو سرچينو په پراختيا کې د دهلې بند د ذخیرې وړتیا لوړول هم شامل دي چې د خصوصي سکټور په وسیله به د برېښنا د تولید امکان هم پيدا کړي.
د يادونې ده، د اسيايي پراختيا بانک تر اوسه د افغانستان د کرنې په برخه کې ٥٤٥ ميليونه امريکايي ډالره پانګونه کړې ده.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن