ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ننګرهار شاهي ماڼۍ د بيارغونې د چارو پر ځنډ خلک نيوکه کوي

د ننګرهار شاهي ماڼۍ د بيارغونې د چارو پر ځنډ خلک نيوکه کوي

author avatar
25 Sep 2019 - 17:07
د ننګرهار شاهي ماڼۍ د بيارغونې د چارو پر ځنډ خلک نيوکه کوي
author avatar
25 Sep 2019 - 17:07

جلال اباد (پژواک، ۳ تله ۹۸): د ننګرهار ولايت اوسېدونکي، مدني فعالان او ولايتي شورا د دغه ولايت د شاهي ماڼۍ د بيارغونې د چارو ځنډ له امله پر ولايتي ادارې نيوکه کوي.

دوی وايي، والي ژمنه کړې وه چې د يادې ودانۍ رغنيزې چارې به د خپلواکۍ سلمې کاليزې په ورځ (د زمري په ۲۸مه) بشپړېږي؛ خو له مياشتې ډېر وخت تېريږي او لا هم د دغې ودانۍ کارونه نيمګړي دي.

شاهي ماڼۍ چې شاوخوا ۱۳۵ کاله وړاندې د وخت د حاکم امير عبدالرحمن خان له لوري د شاه د اوسېدو او ژمني پايتخت لپاره جوړه شوې وه، تېرو څلور لسيزو جګړو د نورو تاريخي ودانيو په څېر دا ودانۍ هم سخته زيانمه کړې وه.

شاوخوا لس کاله وړاندې د وخت والي ګلا اغا شېرزي ياده ودانۍ بيا ورغوله؛ خو د تاريخي ابداتو د رغوونکو په وينا، ياده ودانۍ د تاريخي ابدو د رغونې د نورمونو خلاف رغول شوې وه او هم يې په دغه موده کې بېرته ځینې برخې زيانمنې شوي؛ نو په همدې اساس يې د بيارغونې کارونه يو ځل بيا پيل شول.

دغه چاره چې د روان کال د وري په ۱۷مه پيل شوې د والي شاه محمود مياخېل له لوري يې پرانېسته وشوه او ډاډ يې ورکړ چې د خپلواکۍ تر سلمې کاليزې به يې کارونه بشپړ شي.

د ننګرهار د ولايتي شورا غړی اسرار الله مراد که څه هم ټينګار کوي چې ښايي د پيسو نشتوالي د دغې ودانۍ کارونه ځنډولي وي؛ خو نيوکه يې دا ده چې د ننګرهار زياترو رغنيزو پروژو سره همداسې چلند کېږي.

دی د کابل – جلال اباد ، جلال اباد – تورخم  لويو لارو، بهسودو پول، سپين جومات او ځينو نورو رغنيزو پروژو ته اشاره کوي او وايي، د شاهي ماڼۍ پروژه هم همداسې له خنډ او ځنډ سره مخ ده.

مدني فعال روح الله لعلپوروال هم وايي، هر چارواکی د خبرونو او ځان ښوودنې په موخه د ناشونو کارونو پرانېسته وکړي خو د وخت په تېرېدو او د بوديجې د کمښت له امله کارونه بېرته له خنډ سره مخ وي.

خو په ختيځ کې د واحد عملياتي ادارې مسوول سيد عمران سادات پژواک ته وويل، چې دغې رغنيزې پروژې باندې د واحد عملياتي ملي ادارې ۶۶ ميليونه افغانۍ لګښت راځي چې ولسمشرۍ ماڼۍ يې ورکوي.

دی وايي، ودانۍ په خپل پخواني شکل رغول کېږي؛ نو ځکه يې کارونه هم له ځنډ او خنډ سره مخ شوي.

نوموړی زياتوي: ((د ابداتي نورمونو له مخې تاريخي ودانۍ چې په کوم شکل، له کومو موادو رغول شوې وي؛ نو په هماغه بڼه بايد ورغول شي، چې د دې لپاره هم له هماغه نورم کار اخېستل کېږي.))

د ننګرهار والي شاه محمود مياخېل هم وايي، د ودانۍ په لومړۍ سروې کې فکر کېده چې کارونه يې کم دي او شپږ میاشتو کې رغول کېدلی شي؛ خو دا چې ودانۍ ډېره پخوانۍ ده؛ نو په راسپړلو يې پته ولګېده چې زيات کار ته اړتيا ده.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.