ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کرکټ د اتلولۍ کپ افغانستان او بنګله دېش ته ورکړ شو

د کرکټ د اتلولۍ کپ افغانستان او بنګله دېش ته ورکړ شو

author avatar
25 Sep 2019 - 10:07
د کرکټ د اتلولۍ کپ افغانستان او بنګله دېش ته ورکړ شو
author avatar
25 Sep 2019 - 10:07

کابل (پژواک، ٣ تله ٩٨): په بنګله دېش کې د درېيو هېوادونو ترمنځ د کرکټ د شل اووريزو سياليو د اتلولۍ کپ په ګډه افغانستان او کوربه هېواد بنګله دېش ته ورکړ شو.

په دغو سياليو کې د افغانستان او بنګله دېش ترڅنګ د زمبابوې لوبډلې هم برخه اخيستې وه، په ګروپي سياليو کې هرې لوبډلې له بلې سره دوه دوه لوبې وکړې.

په ګروپي سياليو کې افغانستان له بنګله دېش او زمبابوې يوه يوه وګټله او يوه يوه يې ورته بايلوده، خو پاىلوبې ته بنګله دېش او افغانستان لاره موندلې وه.

ټاکل شوې وه چې پرون د افغانستان پر وخت ماښام پاىلوبه ترسره شي، خو د څو ساعتونو باران له امله دا لوبه له کومې نتيجې پرته پاى ته ورسېده.

د دې سياليو تنظيموونکو د اتلولۍ کپ  په ګډه د بنګله دېش او افغانستان لوبډلو ته ورکړ.

د افغانستان ځوان لوبغاړى رحمان الله ګربز د دې سياليو غوره لوبغاړى اعلان شو.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.