کندهار (پژواک، ٣ تله ٩٨): په کندهار ولايت کې د خصوصي تلوېزيون هېواد يو تن ژورنالېست په چاودنه کې وژل شوى دى.
د کندهار د امنيه قوماندانۍ وياند جمال ناصر بارکزي د تلې په ٣مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا چاودنه پرون ماخوستن د اتو بجو په شاوخوا کې د کندهار ښار د ۱۴مې امنيتي حوزې اړونده سيمه کې شوې وه.
هغه زياته کړه، په دې چاودنه کې درې کسان وژل شوي او د ماشومانو په ګډون اووه کسان نور ټپيان دي.
چاودنه تېره شپه اته بجې د کندهار ښار د ۱۴مې امنیتي حوزې په ساحه کې د دولت ساز ټيم پر یوه دفتر شوې وه چې په کې د ماشومانو په ګډون ۳ تنه وژل شوي او ۷ تنه ټپيان دي.
په دې پېښه کې د عبدالحمید هوتکي په نوم یو خبریال هم لومړی ټپي شوی او وروسته یې روغتون کې ساه ورکړې ده.
د هېواد راډیو ټلوېزیون مسوول صدیق الله خلیق پژواک خبري اژانس ته وویل، د دوی د راډیو د یوې خپرونې چلوونکی عبدالحمید هوتکي تېره شپه په همدې ساحه کې د شوې چاودنې له امله ټپي شوی و او په روغتون کې بستر و.
دی زیاتوي، نوموړي نن د سختو ټپونو له امله ساه ورکړې ده.
د ده په خبره، هوتکي له تېرو پنځو کلونو راهیسې په هېواد راډیو کې د خبریال او خپرونو د چلوونکي په توګه کار کوه.
د افغانستان د خپلواکو رسنیو د ملاتړ ادارې/نی پر دې پېښه خواشیني ښودلې ده.
په کندهار کې د دغې ادارې مسوول سمیع غیرتمل پژواک خبري اژانس ته وویل چې هوتکي تېره شپه په یوه درملتون کې درمل اخیستل چې چاودنه وشوه.
هغه زیاته کړه، د چاودنې له امله هغه سخت ټپي شوی و او نن یې په روغتون کې ساه ورکړه.
د نی اداره له امنیتي ارګانونو غوښتنه کوي چې د ټاکنو پر مهال دې د خبریالانو او رسنیو خوندیتوب ته جدي پاملرنه وکړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن