فراه (پژواک، ۴ تله ۹۸): د فراه ملکي روغتون کې د ښځو او نارينه وو لپاره ځانګړې انتظارخونې د ۱۴ ميلیونه افغانۍ په لګښت جوړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
ولایتې مسوولین وایي چې د دې انتظارځایونو جوړولو بودجه د ولسمشرۍ د چارو ادارې له خوا ورکړل شوې او دغه انتظارخونې پر یو وخت د ۵۰۰ پایوازانو ځایولو ګنجایش لري.
هغوی وایي، دا خونې د اوبو رسونې، د تودولو او یخولو پر سیستمونو سمبال جوړې شوې دي.
د فراه والي محمد شعیب ثابت د دې خونو د پرانیستې په مراسمو کې د ولسمشرۍ د چارو له ادارې په مننې د دغه روغتون له ریاست او خلکو وغوښتل څو د دې دواړو تعمیرونو پاکوالي او مراقبت ته پام وکړي.
د فراه ولایت د دغه اوسېدونکي په خبره، اوس د دغو تعمیرونو په جوړېدو سره چې په عصري بڼه جوړ شوي، د پایوازانو ستونزه هواره شوه.
په همدې حال کې د دې انتظار خونو پر جوړېدو ناروغان هم خوښي څوګندوي.
د فراه د پشترود ولسوالۍ یوه اوسېدونکي عبدالله پژواک خبري اژانس ته وویل څه موده وړاندې یې ترور ناروغه شوې او په دغه روغتون کې د درملنې په موخه بستري وه.
هغه زیاته کړه: «ما او څو نورو ناروغانو، د شپې او ارام ځای مو نه درلود، د روغتون له تعمیر نه بهر د دېوال په کونج کې وېده کېدو، ښه شوه چې دا ستونزه حل شوه.»
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن