ميمنه (پژواک، ٤ تله ٩٨): د فاریاب په پښتونکوټ ولسوالۍ کې د امنیتي سرتېرو او طالبانو ترمنځ د نښتې له امله لس طالبان او اووه امنیتي منسوبین وژل شوي او څلور امنيتي منسوبین ټپیان دي.
د فاریاب ولایت مطبوعاتي مسوول عبدالکریم یورش پژواک خبري اژانس ته وویل، وسله والو طالبانو تېره ورځ د پښتونکوټ ولسوالۍ د بند دهن درې د ساتنې د عامه قطعې پر سرتېرو برید کړی او څو ساعته نښته رامنځته شوې ده.
هغه زیاته کړه، په دې نښته کې د څو قوماندانانو په ګډون لس طالبان وژل شوي او دغه راز په بند دهن دره کې مېشت اووه پولیس وژل شوي او څلور نور امنیتي منسوبین ټپیان شوي دي.
]خو د پښتونکوټ ولسوال میرویس سعیدزوی پژواک ته وویل، په دې نښته کې د دهن درې سیمې درې امنیتي پوستې طالبانو نیولې خو د امنیتي سرتېرو له هڅې وروسته بېرته له طالبانو نیول شوې دي.
نوموړي زیاته کړه، په دې نښټه کې ۱۳ امنیتي منسوبین وژل شوي او شپږ نور ټپیان دي.
د دهن درې سیمه د فاریاب د مرکز میمنې ښار په اته کیلومترۍ کې موقعیت لري.
د مخابراتي شبکو د نه فعالیت له امله بریالي نه شوو چې په دې اړه د طالبانو نظر ترلاسه کړو.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن