کابل (پژواک، ٥ تله ٩٨) : د ټاکنو خپلواک کميسيون وايي، د څلورو تنو هغو نوماندانو چې بل نوماند ته له خپلې نوماندۍ تېر شوي دي، د هغوى راى نه شمېرل کېږي.
د کميسيون لخوا د تلې په ٥ مه، په يوه خپره شوې خبره شوې خبرپاڼه کې راغلي، په ټاکل شوي وخت له نوماندۍ څخه تېرېدل د نوماندانو مسلم حق دی.
سرچينې زياته کړې، دغه موضوع د ټاکنو قانون د ۷۵مادې په لومړۍ فقره کې داسې ذکر شوې ده:" که چېرې کوم نوماند له خپلې نوماندۍ منصرف شي، مکلف دی چې په ټاکنیز مهالوېش کې تر ذکر شوې نېټې وړاندې موضوع په لیکلې بڼه له کمیسیون سره شریکه کړي" همدارنګه د دغې مادې په دویمه فقره کې راغلي دي: " کله چې کوم نوماند په ټاکنیز مهالوېش کې تر ذکر شوې نېټې وروسته له نوماندۍ تېر یا وفات شي، یا د ټاکنیزو شکایتونو د کمیسیون لخوا د نوماندانو له لیسته وایستل شي، د رایې شمېرلو پر وخت په ده پورې اړوندې رایې نه شمېرل کېږي"
کمېسيون ويلي، پر دې اساس نوماندان د رایې شمېرلو پر وخت په دوی پورې د اړوندو رایو د نه شمېرلو په خاطر مکلف دي چې د ټاکنو خپلواک کمیسیون په لیکلې بڼه له خپل انصرافه خبر کړي.
نو د افغانستان ټولو شریفو خلکو ته خبر ورکول کېږي چې:
1- ډاکټر زلمی رسول د 18مې شمېری او د (بیرغ) تاکنیزي نښي نوماند
2- ، ډاکټر شیدامحمد ابدالي د 4 مې شمېری او د (باښي) تاکنیزي نښي نوماند
3- حاجي محمد ابراهیم الکوزی د 14 مې شمېری او د (پګړۍ) تاکنیزي نښي نوماند
4- نورالحق علومي د 13 . . .
You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن