کابل (پژواک، ٥ تله ٩٨) : دامريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پومپيو ولسمشر اشرف غني پر ولسمشرۍ ټاکنو ټېلېفونې خبرې کړې دي.
دامريکا د بهرنيو چارو وزارت لخوا د تلې په ٥ مه، په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې مايک پومپيو پرون ولسمشر اشرف غني سره ټېلېفوني خبرې کړې دي.
سرچينې زياته کړې، چې په دې برخو کې د افغان ولسمشريزو ټاکنو پر چمتووالي او نورو موضوغاتو خبرې شوې دي.
په خبرپاڼه کې راغلي، پومپيو ټينګار کړى، چې ټاکنې بايد داسې رڼې وي، چې پر پايلو يې نيوکې شکونه ونه شي.
دغه راز دامريکا د بهرنيو چارو وزير د طالبانو دهغو اعلاميو غندنه کړې، چې د ټاکنو دګډوډولو ګواښونه يې کړي دي.
بلخوا ولسمشر اشرف غني هم په يوه ټويټ کې ويلي، چې د ټاکنو پر امنيت يې له پومپيو سره خبرې کړې دي.
ټاکل شوې ده، چې دا ټاکنې د شنبې په ورځ د تلې په شپږمه ترسره شي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن