د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د ټاکنو کمېسيون: د زلمي رسول، ابدالي، الکوزي او علومي راى نه شمېرل کېږي

د ټاکنو کمېسيون: د زلمي رسول، ابدالي، الکوزي او علومي راى نه شمېرل کېږي

Sep 27, 2019 - 21:06

کابل (پژواک، ٥ تله ٩٨) : د ټاکنو خپلواک کميسيون وايي، د څلورو تنو هغو نوماندانو چې بل نوماند ته له خپلې نوماندۍ تېر شوي دي،  د هغوى راى نه شمېرل کېږي.

د کميسيون لخوا د تلې په ٥ مه، په يوه خپره شوې خبره شوې خبرپاڼه کې راغلي،  په ټاکل شوي وخت له نوماندۍ څخه تېرېدل د نوماندانو مسلم حق دی.

سرچينې زياته کړې، دغه موضوع د ټاکنو قانون د ۷۵مادې په لومړۍ فقره کې داسې ذکر شوې ده:" که چېرې کوم نوماند له خپلې نوماندۍ منصرف شي، مکلف دی چې په ټاکنیز مهالوېش کې تر ذکر شوې نېټې وړاندې موضوع په لیکلې بڼه له کمیسیون سره شریکه کړي" همدارنګه د دغې مادې په دویمه فقره کې راغلي دي: " کله چې کوم نوماند په ټاکنیز مهالوېش کې تر ذکر شوې نېټې وروسته له نوماندۍ تېر یا وفات شي، یا د ټاکنیزو شکایتونو د کمیسیون لخوا د نوماندانو له لیسته وایستل شي، د رایې شمېرلو پر وخت په ده پورې اړوندې رایې نه شمېرل کېږي"

کمېسيون ويلي، پر دې اساس نوماندان د رایې شمېرلو پر وخت په دوی پورې د اړوندو رایو د نه شمېرلو په خاطر مکلف دي چې د ټاکنو خپلواک کمیسیون په لیکلې بڼه له خپل انصرافه خبر کړي.

 نو د افغانستان ټولو شریفو خلکو ته خبر ورکول کېږي چې:

1- ډاکټر زلمی رسول  د 18مې شمېری او د (بیرغ) تاکنیزي نښي نوماند

2- ، ډاکټر شیدامحمد ابدالي د 4 مې شمېری او د (باښي) تاکنیزي نښي نوماند

3-  حاجي محمد ابراهیم الکوزی د 14 مې شمېری او د (پګړۍ) تاکنیزي نښي نوماند

4-  نورالحق علومي د 13مې شمېری او د (نښه او د افغانستان نقشه) تاکنیزي نښي نوماند د ۱۳۹۸ د تلې د شپږمې د ولسمشریزو ټاکنو هغه نوماندان دي چې په رسمي ډول په ټاکنو کې له ګډون نه تېر شوي دي.

 د دغو نوماندانو نومونه په رای پاڼو کې چاپ شوي دي، نو په ټول هېواد کې له درنو رایه ورکوونکو هیله کېږي چې پورتنیو نوماندانو ته رایه ورنکړي او د خپلې خوښې د کوم بل نوماند په ګټه یې وکاروي، ځکه په دغو نوماندانو پورې اړوندې رایې نه شمېرل کېږي.

ديادونې وړ ده، چې دغه کسان د ولسمشرۍ بل نوماند اشرف غني ته تېر شوي دي.

نښه: 

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement