د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

مخابراتو وزارت: هېڅ یوه مخابراتي شبکه به هم د ټاکنو په ورځ فعالیت بند نه کړي

مخابراتو وزارت: هېڅ یوه مخابراتي شبکه به هم د ټاکنو په ورځ فعالیت بند نه کړي

Sep 27, 2019 - 15:24

کابل (پژواک، ۵ تله ۹۸): د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وايي چې د وسله والو مخالفینو له خوا پر امنیتي ګواښونو او ننګونو سربېره هم د ټاکنو ترسره کېدو پر مهال هېڅ مخابراتي شبکه خپل فعالیتونه بند نه کړي.

په هغې خبرپاڼه کې چې د دغه وزارت د رسنیو او ستراتیژیکو اړیکو دفتر له خوا نن (د تلې ۵مه) پژواک خبري اژانس ته رالېږل شوې ده راغلي چې ټولې مخابراتي شبکې د ټاکنو او ولسواکۍ له پروسې ملاتړ ته ژمنې دي   

په خبرپاڼه کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ د سرپرست وزیر محمد فهیم هاشمي له قوله راغلي چې د ټاکنو په ورځ ټولې مخابراتي شبکې خپلو فعالیتونو ته دوام ورکوي او هېوادوال کولای شي له مخابراتي خدمتونو برخمن شي.

هاشمي دغه راز له هېوادوالو غواړي چې له مخابراتي شبکو سره و اوسي او له دغو شبکو ملاتړ وکړي.

هغه وايي چې خلک دې په خپلو سیمو کې وسله والو مخالفینو ته اجازه نه ورکوي چې په ګواښونو او بریدونو سره د دغو شبکو تاسیساتو او شتمنیو ته زیان ورسوي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement

Maiwand Bank - Just Banking